د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۰

نيوزويک: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان کې تاوتريخوالی ډېر شوی


ارشيف: پاکستان کې د يوې چاودنې انځور
ارشيف: پاکستان کې د يوې چاودنې انځور

نيوزويک مجله:

نیوزویک مجلې په دې اړه یوه مقاله خپره کړې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا را څرګندېدو وروسته په پاکستان کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د مجلې په وینا، بلوچ لبریشن ارمي یا د بلوڅانو د ازادۍ پوځ په پاکستان کې د چین د حضور پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی.

د سه شنبې په ورځ (د می په ۲۶ مه) په کراچۍ ښار کې په یوه انسټیټیوټ کې په ځانمرګي برید کې د دریو چینایي اتباعو په ګډون څلور کسان ووژل شول.

برید یوې ښځینه ځانمرګې بریدګرې کړی وو.

نیوز ویک لیکلي، طالبانو په وار وار ډاډ ورکړی چې له افغانستانه به پر بل هيڅ هېواد حملې نه کیږي.

پاکستان له هغو درو هېوادونو یو وو چې په لومړي ځل یې په افغانستان کې د طالبانو رژیم په رسمیت وپیژانده خو دا ځل یې د طالبانو په مشرۍ حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په مقاله کې راغلي چې اسلام اباد له یوې خوا له امریکا سره د سپتمبر د یوولسمې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې همکاري کړې او له بلې خوا یې له طالبانو سره نږدې اړیکې لرلې.

لیکوال زیاتوي، نه یوازې بلوڅ ازادي غوښتونکي بلکې تحریک طالبان پاکستان هم د پاکستان حکومت ته لوی تهدید دی.

ویل کېږي چې دا تحریک په افغانستان کې د طالبانو له چارواکو سره اړیکې لري.

د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ وروسته له هغه کړکېچ رامنځته شو چې د پاکستان پوځ په خوست او کنړ ولایتونو کې د وري په ۲۷ مه هوايي بریدونه وکړل. په دغو بریدونو کې شاوخوا ۴۰ کسان ووژل شول.

د نیوز ویک د راپور له مخې داسې ښکاري چې د افغانستان او پاکستان تر منځ یوه نوې جبهه پرانیستل کېږي.

ډپلوماټ خپرونه

ډپلوماټ خپرونې په افغانستان کې د مذهبي ازادیو د محدودېدو په اړه د یوه امریکايي کمېسیون راپور ته کتلي دي.

د مقالې په پیل کې لولو چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره، د نړیوالې مذهبي ازادۍ په اړه د امریکا کمېسیون د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ته وړاندیز کړی چې افغانستان دې د مذهبي ازادۍ په برخه کې د (ځانګړې اندېښنې وړ) هېوادونو په فهرست کې شامل کړي.

د دې کمېسیون په راپور کې یادونه شوې چې "د طالبانو له راتګ سره، په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ شرایط او د بشري حقونو عمومي وضعیت په ۲۰۲۱ کال کې د پام وړ خراب شوی دی."

XS
SM
MD
LG