د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

طالبان: د داعش ډلې د ځپلو پوره ځواک لرو


انځور: طالبان
انځور: طالبان

د طالبانو حکومت د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې د داعش ډلې د ځپلو لپاره کافي ځواک لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعیدخطیب زاده پرون خبریالانو ته وویل، څرنګه چې طالبان په افغانستان کې د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلي، نو ایران به د تروریستي ډلو او داعش پرضد د مبارزې په چاره کې مخکښ ګام واخلي.

خو د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني په یوه ویدیو کې چې باختر دولتي خبري آژانس نن خپره کړه دا وړاندیز رد کړ.

نوموړي وويل:“د افغانستان اسلامي امارت د داعش په څېر د تروریستي ډلو په ځپلو کې کافي ځواک او امکانات لري او په دې مبارزه کې بریالی دی. هغه پدیده چې پخوا په افغانستان کې په یوه لوی ګواښ بدله شوې وه، اوس د هېواد په هېڅ سیمه کې علني او فزیکي حضور نه لري.”

په افغانستان کې د وروستیو بریدونو په دوام تهران د شیعه افغانانو د خوندیتوب په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ښاغلي خطیب زاده په دې خبري غونډه کې وویل چې د افغانستان واکمن نه دي توانېدلي چې په ځینو سیمو کې امنیت خوندي کړي.

XS
SM
MD
LG