د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۵:۱۷

خلک: د طالبانو حکومت کې اقتصادي، امنيتي او ښوونيزې برخې ځپل شوي

ارشيف
ارشيف

یو شمېر افغانان وايي، د طالبانو له بیا ځلي واکمنۍ وروسته، نه امنیت ښه شو او نه هم د خلکو په اقتصادي وضعیت بدلون راغی، بلکې سربېره پردې نجونې له زده‌کړو هم محرومې شوې.

په افغانستان کې د انساني او اقتصادي ناورین په ګډون، په کابل، مزار شریف او کندز کې وروستیو چاودنو د خلکو اندېښنې لا پسې زیاتې کړي دي.

یو شمېر افغانان وايي، له دې وېرېږي چې امنیتي وضعیت له دې خراب او ان مدیریت یې د طالبانو له ولکې ووځي.

جمیله بهادري د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي اوسېدونکې ده. هغه سیمه چېرته چې تېره اوونۍ د عبدالرحیم شهید ښوونځي او ممتاز ښوونیز مرکز کې چاودنې وشوې او زده‌کوونکو ته په کې مرګ‌ژوبله واوښته.

په دې ډول چاودنو او بریدونو کې د جمیلې د کورنۍ څو غړي وژل شوي او یا هم ټپیان شوي. هغه د نورو بریدونو په اړه اندېښمنه ده.

نوموړې وايي:

"هزاره‌ګان هېڅ‌ ځای خوندي نه‌دي. نه جومات او نه هم ښوونځي او کورس کې. ان پر سړک د تلو پر مهال هم د امنیت احساس نه کوي."

پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلې واکمنۍ له اتو میاشتو زیات وخت کېږي. په دومره وخت کې د تېر په پرتله چاودنې او ځانمرګي بریدونه د پام وړ کم شوي وو، خو وروستیو کې یې یو ځل بیا زور اخستی، سره له دې چې طالبان خپله یوازینۍ او لویه لاس ‌ته راوړنه د خلکو لپاره د ټولیز امنیت راوستل ښيي.

خو کابل مېشتی عبدالله بیا وايي، وروستیو نا امنیو دا ادعا تر پوښتنې لاندې راوستې.

ښاغلی عبدالله وايي:

"امنیت ورځ تر بلې خرابېږي. نا امني د دې لامل کېږي چې زموږ ډېری هېوادال له وطنه غیرقانوني سفر وکړي. "

کندهار کې د بشري حقونو یوه ملاتړې شبنم نورزۍ بیا وايي، وروستۍ امنیتي پېښې ښيي چې هېڅ یو افغان خوندي نه دی.

نوموړې وايي:

"دا په اصل کې پر ټولو افغانانو بریدونه دي. دا د افغانستان امنیت ته صدمه رسوي. طالبان د امنیت په راوستو کې پاتې راغلي."

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د دې نیوکو په ځواب کې ازادي راډیو ته وویل:

"دا داسې قضایاوې دي چې طبیعا له وړاندې یې مخنیوی سخت دي، خو د تکرار مخه به یې نیسو او د عاملینو پر وړاندې به یې جدي چلند کوو. "

دا نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې د تېرې اوونۍ په وروستیو درې ورځو کې په کابل، مزار شریف او کندز کې لږ تر لږه ۶۴ تنه ووژل شول او ۱۶۴ نور ټپيان شول.

This item is part of
XS
SM
MD
LG