د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د وروستیو پېښو عاملان دې محاکمه شي


کندز کې د یوې پخوانۍ چاودنې انځور. October 8, 2021
کندز کې د یوې پخوانۍ چاودنې انځور. October 8, 2021

د ملګروملتونو د امنیت شورا په افغانستان کې وروستۍ چاودنې او حملې په کلکه غندلې دي.

د ملګروملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د وروستیو چاودنو او بریدونو د غندنې ترڅنګ غوښتنه کړې چې د دې پېښو عاملان عدالت ته راکاږل شي.

د امنیت شورا په پرونۍ اعلامیه کې راغلي دي، چې دا ډول حملې هېڅ راز توجیه نه لري او زیاتوي چې د دې تروریستي حملو تنظیموونکي، تمویلوونکي او ملاتړي باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

په عین حال کې د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي چې په افغانستان کې وروستۍ حملې ښيي چې د هزاره ګانو پر وړاندې سیستماتیک تشدد روان دی.

دې سازمان پر ټویټر لیکلي دي، چې نه د طالبانو حکومت او نه د افغانستان پخوانی رژیم یو هم په دې ونه توانېدل چې پر هزاره ګانو د حملو مخه ونیسي.

د بشري حقونو د څار سازمان د آسیايي برخې مشرې پاتریشیا ګاسمن پرون ماښام له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان واکمن باید د دې اقلیت امنیت خوندي کړي.

پاتریشیا ګاسمن
پاتریشیا ګاسمن

هغې وویل: "د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره موږ ولیدل چې دا حملې لاهم روانې دي. وروستیو پېښو ته په پام سره ویلای شو چې دا حملې زیاتې شوې دي. دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه دا ډول حملې وغندي او له چارواکو وغواړي چې د هزاره اقلیت ساتنه وکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان سازمان تېره شپه پر ټویټر خبر ورکړ، چې یوازې په مزارشریف کې د شیعه ګانو پر جومات د پنجشنبې ورځې په چاودنه کې لږترلږه ۳۱ کسان وژل شوي او نوي تنه نور ټپیان دي.

د دې حملې پړه د داعش ډلې د خراسان څانګې منلې.

له بلې خوا په بلخ ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست وايي، چې د مزارشریف د چاودنې طراح یې نیولی دی.

دې ریاست په یو خبرپاڼه کې ویلي چې نیول شوی کس عبدالحمیدسنګریار نومېږي او تردې مخکې د بلخ ولایت لپاره د داعش ډلې له خوا ټاکل شوی والي و.

له دې یوه ورځ مخکې د کابل د دشت برچي سیمې په یوه ښوونځي او د زده کړو په یوه کورس کې درې چاودنې وشوې.

امریکا او ملګروملتونو مخکې خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې داعش ډله په ډېرې چټکۍ سره د ودې په حال کې ده خو د امنیتي چارو شنونکي وايي طالبانو هغه خطر ته چې داعش ډلې افغانستان ته پېښ کړی، په جدي نظر نه دي کتلي.

XS
SM
MD
LG