د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

افغانستان کې وروستي بريدونه؛ يوناما د نا امنيو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه


مزار شريف کې هغه مسجد چې چاودنه پکې وشوه
مزار شريف کې هغه مسجد چې چاودنه پکې وشوه

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) په مزارشریف، کابل، ننګرهار او کندوز کې له پرونیو حملو وروسته پر ملکي وګړو بریدونه د اندېښنې وړ وبلل.

یوناما په یوه ټویټ کې غوښتنه کړې چې دا ډول بریدونه باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي او عاملان یې سزا وویني.

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په اړه د ملګروملتو ځانګړي راپورتر ریچارډ بینت پر خپله ټویټرپاڼه کښلي چې پر هزاره ګانو بیا برید شوی دی.

ده زیاته کړې چې پر ښوونځیو او جوماتونو د هدفي بریدونو په اړه باید فوري څېړنې وشي او د هغو ځواب وویل شي.

ښاغلي بینت همداراز د دا ډول پېښو د درېدو غوښتنه کړې ده.

د مزارشریف ښار د (سه دوکان) د پرونۍ چاودنې په اړه د دغه ښار یوه اوسېدونکي غلام رضا رویټرز خبري اژانس ته وویل:

«دا پېښه په رښتیا چې زړه بوږنوونکې وه. زه په ښار کې وم او په لومړیو شېبو کې مې ځان ورورساوه. له بده مرغه د مرګ ژوبلو شمېر ډېر دی.»

د دې خونړي برید مسوولیت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د مزارشریف یو بل اوسېدونکی موحد موحبي د طالبانو له حکومته غواړي چې د داسې پېښو د تکرار مخه ونیسي.

«موږ په اصطلاح د امارت له چارواکو هیله کوو چې خلکو ته زیاته توجه وکړي، خلکو ته امنیت برابر کړي. تر کله به دومره انتحاري بریدونه کېږي. د افغانستان حالات ډېر خراب شوي، موږ هیڅ ځای امنیت نه لرو.»

پرون په کابل، کندوز او ننګرهار کې هم چاودنې وشوې.

په کندوز کې د طالبانو پر یوه موټر په چاودنې کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۹ نور ژوبل شول.
دې ته په ورته بله پېښه کې چې د ننګرهار په خوږیاڼي ولسوالي کې وشوه، ۴ تنه ووژل شول او یو تن ټپي شو.

د کابل د قمبر څلورلارې په پرونۍ چاودنه کې دوه ماشومان ژوبل شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویندوی خالد ځدراڼ ویلي چې ماین په یوه ګلدان کې اېښودل شوی و.

د ننګرهار، کابل او کندوز د چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG