د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۷

مزار شريف کې چاودنه؛ د وژل شويو شمېر ۲۵ ته ورسېد


آرشیف
آرشیف

بلخ ولایت کې د طالبانو د استخباراتو مشر وايي، په مزارشریف ښار کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د چاودنې له امله ۲۵ تنه وژل شوي دي.

تر دې مخکې په مزارشریف کې د ابو علي سینا روغتون یوه چارواکي ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي دي.

داعش ډلې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د چاودنې مسوولیت منلی.

دغه راز نن په کابل، ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې شوې دي چې پکې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي.

XS
SM
MD
LG