د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

کابل او يو شمېر ولايتونو کې چاودنې؛ اتلس تنه وژل شوي او شپېته ژوبل دي


آرشیف
آرشیف

د پلازمېنې کابل ترڅنګ په مزارشریف، کندز او ننګرهار کې د چاودونو راپورونه ورکول شوي دي، خو د مزار شریف چاودنه يې تر ټولو خونړۍ بلل شوې.

دغه چاودنه چې د مزار شریف ښار د دوهمې ناحیې اړوند د سې دوکان سیمه کې د شیعه ګانو په مشهور جومات کې دننه شوې ده، د تلفاتو په اړه يې بېلا بېل نظرونه ورکول کیږي.

په بلخ کې د طالبانو د حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وايي پېښه په جومات کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو له امله رامنځته شوې چې ۱۰ تنه لمونځ کوونکي يې وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.

نوموړی وايي:

“نن د افغانستان دښمنانو یوه لویه فاجعه ترسره کړه، د سې دوکان په سیمه کې يې چاودنه وکړه، دا چاودنه د چاودېدونکو موادو له امله رامنځته شوې ده، چې په ترڅ کې يې زموږ ۲۵ هيوادوال شهیدان او ټپيان شوي دي.”

خو د دې ولایت د عامې روغتیا رییس نجیب الله توانا وايي چې په د دغه چاودنې له امه ۱۲ تنه وژل شوي او دېرش نور ټپيان شوي دي.

ښاغلي تونا دا هم ویلي دي چې په ټپیانو کې د ۶ تنو روغتیايي وضعیت نازک دی.
اسوشیتیت پریس خبري اژانس بیا د بلخ د بو علي سینا روغتون د سرطبیب ډاکتر غوڅ الدین انوري له قوله د لس تنو د وژل کېدو او څلویښتو د ټپي کېدو راپور ورکړی دی.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش خراسان څانګې په مزاشریف ښار کې د ننۍ چاودنې مسوولیت منلی دی.

رویټرز اژانس څرګندوي چې دې ډلې د ټیلګرام له لارې په یوه خپاره کړي پیغام کې دا خبره کړې ده.

بل لور ته د دې برید په تړاو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړي خبریال ریچرد بینناټ پر ټویټر لیکلي دي چې نن بیا افغانستان نورو چاودنو ولړزاوه، په مزارشریف ښار کې یې جومات هدف وګرځاوه او قربانیان یې یو ځل بیا هزاره دي.

ریچرډ بینناټ زیاتوي چې په منظم ډول پر هغو ځایونو بریدونه چې ګڼ خلک پکې ژوند کوي، لکه ښوونځي او جوماتونه له بشري حقونو سرغړونه ده چې باید سملاسي د دې تحقیقات وشي او له عاملانو سره یې حساب وشي.

دغه راز کندز د سر دوره ښارګوټي په سیمه کې د قول اردو د مستریانو د عملې په کاسټر موټر چاودنه شوې چې له امله يې څلور تنه وژل شوي او نولس نور ټپيان دي.

د کندز د امنیه قومندانۍ ویاند حافظ عبیدالله عابدې ازادي راډيو ته وویل:

“د قول اردو د مستریانو د عملې په موټر چاودنه شوې ده، نولس کسان چې درې په کې د ښوونځي زده کوونکي دي ټپیان شوي دي او دغه شان څلور تنه شهیدان لرو.”

په پلازمینه کابل کې بیا چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدارڼ ازادي راډيو ته وویل چې نن سهارد کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه چهاراهي قمبر سره په یو ګلدان کې ایښودل شوي ماین چاودنه کړې چې له امله يې دوه ماشومان برسیرن ټپیان شوي دي.

اخوا له ختیځ ننګرهاره راپورونه وايي چې د دې ولایت د خوګیاڼیو د خوارانو په سیمه کې د طالبانو په یو رینجر موټر چاودنه شوې چې د یو شمېر سرچینو له قوله له امله يې څلور طالبان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

خو د تلفاتو دا شمېر په رسمي ډول نه دی تاييد شوي.

د دې ټولو چاودونو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی خو له دې نږدې پنځه میاشتې وړاندې په کندز او کندهار کې د شیعه ګانو په جوماتونو د چاودونو مسولیت داعش خراسان څانګې وسله والو منلی وو.

په همدې حال کې یو شمېر افغانان روان وضعیت اندېښمن کړي دي.

دوی وايي فکر يې کاوه د طالبانو په راتګ به سوله راشي او د نا امنۍ ټغر به ټول شي خو د دوی په وینا اوس سخت ویریدلي دي.

د کابل او ننګرهار اوسېدونکي محمد رسول او خان محمد:

“د طالبانو په راتګ زموږ تمه دا وه چې په هيواد کې به نسبي امنیت راشي خو هغه څه چې زموږ تمه وه برعکس پایلو سره مخ شو، دکابل په ګډون په بیلابیلو ولایتونو کې چاودنې او د ګاونډیو هيوادونو له لوري زموږ په خاوره تېری دا هغه څه دي چې زموږ خوشبیني په بد بینۍ بدلوي.”

“دغه حالاتو دومره ویرولي یو چې ان جومات د لمانځه لپاره په ویره ځو، او فکر کو چې ښايي پېښه وشي، د همدې له امله د جومات په یو کونج کې ودریږو او فکر کوو چې که پېښه کیږي ښايي دا ځای زموږ لپاره په امن کې وي.”

دوی وايي د طالبانو حکومت د افغانستان لومړیتوبونه هېر کړي او په ډېر غیر ضروري مسایلو يې ځانونه مصروف کړي دي.

دا په داسې حال ده چې د روانې اونۍ د سې شنبې په ورځ د کابل دشت برچي سیمې په عبدالرحیم شهید لېسه کې د دوو چاودنو له امله د دې ښوونځي ۹ تنه وژل شوي او له لسو ډېر ټپيان شوي وو.

XS
SM
MD
LG