د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۷

له امنيتي پېښو وروسته د طالبانو ژمنه؛ امنيتي تدابير پراخوو


ارشيف: وسله وال طالبان
ارشيف: وسله وال طالبان

د کابل ښار په لویدیځ کې پر عبدالرحیم شهید ښوونځي ترسره شوی برید چې پرون ترسره شو يو شمېر نړيوالو غندلی دی.

تر دې بريد وروسته چې پر کور دننه او بهر وغندل شو طالبانو ژمنه وکړه چې امنيتي تدابير به پراخ کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې په دشت برچي کې د سې شنبې د ورځې تر چاودنو وروسته د امنیتي ادارو د غونډې پرمهال دا پریکړه وشوه:

« په راتلونکې کې ان شاء الله په هغو سیمو کې به زموږ د هېوادوالو د امنیت لپاره جدي پاملرنه وشي. ټولو امنیتي ادارو غونډه وکړه چې په دې برخه کې باید جدي ګامونه واخیستل شي او د داسې پیښو عاملان ونیول شي او سزا ورکړل شي»

جرمني اژانس په کابل کې د پولیسو په وینا څرګندوي چې په پرونۍ چاودنو کې نهه کسان وژل شوې دي او نولس ټپیان شوې دي. د کابل د پولیسو ویاند خلیل ځدراڼ زیاتوي چې لاهم دا وروستۍ شمېرې نه دي.

یو شمېر نا تایید شوي راپورونه بیا څرګندوي چې په دې بریدونو کې پنځه ویشت کسان وژل شوې دي.

عیني شاهدان وایي چې لومړی په یوه تعلیمي مرکز کې چاودنه وشوه، بیا لږ وروسته ورسره نژدې چې کله زده کوونکي له عبدالرحیم شهید ښوونځي څخه د رخصتۍ په وخت وتل دوې پرله پسې چاودنه وشوې.

د جرمني اژانس په وینا په پیل کې طالبانو خبریالان نه پرېښودل چې د چاودنې د ځایونو تصویرونه واخلي او دوه سیمه ییز خبریالان یې د لنډ وخت لپاره توقف کړل.

انفجار های امروز در کابل؛ حد اقل ۶ کشته و ۱۱ زخمی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

نړيوال غبرګونونه

په افغانستان کې د ملګرو ملتو د بشري مرستو د تنظیم ادارې، یوناما، ایران، د سره صلیب نړیوالې کمیټې، د بخښنې په نړیوال سازمان کې د جنوبي اسیا د برخې کمپاینرې سمیرا حمیدي او ځینو افغان سیاستوالو لکه پخواني ولسمشر حامد کرزي او پخواني اجراییه رییس عبدالله عبدالله، همدا راز د مقامت جبهې او ځینو نورو دا بمي چاودنې په کلکو ټیکو غندلې دي.

د کابل په لویدیځ کې پر تعلیمي مرکزونو تر ټولو خونړی برید پروسږکال د طالبانو تر واکمنۍ نژدې درې میاشتې مخکې وشو چې لږ تر لږه پنځه اتیا کسان چې اکثریت یې نجونې وې پکې ووژل شول او په لسګونو ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG