د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۶

په کابل کې چاودونو ۶ زده کونکي وژلي او ۱۱ يې ژوبل کړي


د عبدالرحيم شهيد يو تن زده کوونکی چې په نننۍ چاودنه کې ژوبل شوی دی
د عبدالرحيم شهيد يو تن زده کوونکی چې په نننۍ چاودنه کې ژوبل شوی دی

کابل کې نن څو چاودنو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې نن تر غرمې مخکې څو چاودنو ۶ زده کونکي وژلي او ۱۱ نور يې ټپیان کړي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادۍ راډيو ته وویل، دغه چاودنې د اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته شوې دي.

د کابل لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدران ازادي راډیو ته ویلي، چې چاودنې د کابل په لوېدیځ کې د ۱۸ امنیتي حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید لیسې مخته شوې دي.

هغه وویل: "نن له غرمې مخکې د کابل په لوېدیځ د اتلسمې امنیتي حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید لیسې مخې ته په بیلابیلو چاودنو کې د لومړنیو معلوماتو له مخې شپږ کسه هېوادوال وژل شوي او یولس نور ټپیان شوي دي."

ښاغلي ځدران وویل، چې د ارزونې ټبم سیمې ته تللی او د چاودنو د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند جاوید هژیر ازادي راډیو ته ویلي، چې له ننۍ چاودنو روغتونونو ته پنځه وژل شوي او شل ټپیان لېږدول شوي دي.

هغه وویل: "له ننۍ چاودنو تر اوسه پنځه وژل شوي او ۲۰ ټپیان دولتي روغتونونو ته وړل شوي دي."

د کابل د ایمرجنسي روغتون مسوولانو هم ویلي، چې دوی ته اووه ټپیان وروړل شوي دي.

یو شمېر کورنیو رسنیو د وژل شویو کسانو شمېر شل کسه ښودلی خو دا شمېر نه تر اوسه د طالبانو حکومت او نه هم کوم خپلواک سازمان تایید کړی دی.

هغه تصویرونه چې له دې چاودنو په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، په کې په وینو لړلي جسدونه او درسي توکي لیدل کېږي.

نېږدې دوه اوونۍ مخکې د کابل په شهزاده سرای او پل خشتۍ جومات کې هم چاودنې شوې وې، د طالبانو امنیتي مسوولانو هغه مهال ویلي وه، چې دا چاودنې د لاسی بمونو د غورځولو له امله رامنځته شوي، چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

د چاودنې د څرنګوالي په باب څه نه دي ویل شوي او چا یې مسوولیت هم نه دی منلی، خو تر دې مخکې په دې سیمه کې د ځینو خونړیو حملو مسوولیت د داعش ډلې خراسان څانګې منلی دی.

XS
SM
MD
LG