د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۹

طالبانو د کابل اتلسمه حوزه کې د يوه ښوونيز مرکز مسئولين بنديان کړي وو


کابل کې چاودنې؛ لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

پرون کابل کې چاودنې لږترلږه ۶ مړه او۱۱ نور ټپیان کړل

د کابل اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې تېره ورځ تر چاودنو وروسته د ممتاز ښوونیز مرکز مسئولين وایي، چې طالبانو بنديان کړي وه.

پرون سه شنبه د کابل د اتلسمې امنيتي حوزې اړوند د دریو پر لپسې بمي چاودونو وروسته د ممتاز په نوم د یو ښوونیز مرکز چې دغه مرکز ته څېرمه هم یوه بمي چاودنه شوې، مسولین وايي، چې د طالبانو له لوري بندي او تر تعقیب لاندې نیول شوي دي.

د دې مرکز یو استاد شریف لعلي ازادي راډیو ته وویل، چې د ممتاز ښوونیز مرکز مشر، مسئول مدیر محمد امین جویا او یو استاد د طالبانو له لوري بنديان شول چې بیا د نورور کورسونو او سیمې خلکو په ضمانت بېرته ازاد شول.

هغه وویل: "کله چې په ممتاز ښوونیز مرکز کې دا پېښه رامنځته شوه، وروسته د اسلامي امارت کسان راغلل د کورس رییس، مدیر مسوول او یو استاد چې په ټولګي کې په تدریس بوخت و، دوی یې له ځان سره یوړل، نظارت خونې ته نه بلکې زندان ته يې بیولي وه."

د ښاغلي لعلي په خبره، طالبانو د یاد مرکز مسئولین د ترسره شویو پېښو له طراحانو سره د لاس لرلو د شک او تور له امله نیولي وه.

هڅه مو وکړه د دې مرکر له نورو مسئولینو او مسوول مدير محمد امین جویا سره خبرې وکړو خو نوموړي زموږ پیغام ته ځواب ونه وایه.

خو ښاغلي لعلي، چې له محمد امین جویا سره په اړیکه کې وه ویې ویل چې دوی لا هم د طالبانو تر څارنې لاندې دي او د ټلیفون او اړیکو اجازه نه لري.

هڅه مو وکړو د دغو ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست، کورنیو چارو وزارت او کابل امنیه قوماندانۍ د ویاندویانو نظر ولرو خو زموږ پیغامونو او اړیکو ته ځواب را نه کړل شو.

پرون سه شنبه په کابل کې د اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې د دریو بیلابیلو بمي چاودنو د عبدالرحیم شهید ښوونځي ګڼو زده کوونکو ته مرګ ژوبله واوړوله، د رسمي شمېرو له مخې په دغو چاودنو کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د ممتاز په نوم ښوونیز مرکز زده کوونکي هم په دې پېښو کې ژوبل شوي چې د یاد مرکز مسوولین يې شمير شپږ تنه یادوي.

د دغو پېښو مسئولیت تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG