د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

د دشت برچي پېښې وروسته طالبانو له خلکو سره تاوتريخوالى کړى


د کابل په دشت برچي کې طالب سرتېرى
د کابل په دشت برچي کې طالب سرتېرى

پر ټولنیزو رسنیو څو بېلابېلو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې پرون سه شنبه د کابل په لویدیځ کې له بریدونو وروسته د قربیانیانو ځینو کورنیو او وینې ورکوونکو کسانو سره د طالبانو له لوري تاوتریخوالی شوی دی.

پر فېسبوک بیا دا ويډيو زیاته لاس په لاس کېږي.

دا ویډیو هم د همدې روغتون مخې ته د ګڼو راټولو شویو خلکو او طالبانو نښته ښيي.

ویډیو اخیستونکی شخص په دې ویډیو کې وایي، چې دا نښته د طالبانو او د برید د قربانیانو د کورنیو تر منځ ځکه رامنځته شوې چې طالبان روغتون ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.


په یوه بله خپره شوې ویډیو کې یوه نجلۍ چې د همدغه روغتون مخې ته ناسته ده، وایي کله چې خبره شوه د ورور پر ښوونځي یې برید شوی ډېره اندېښمنه شوه خو چې کله یې ورور روغ کور ته ستون شوی دا نورو ټپیانو ته د وینې د ورکړې لپاره روغتون ته راغلې، خو د طالبانو له لوري ورته د ننوتو اجازه نه ده ورکړل شوې.

طالبان دا ادعاګانې تاییدوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ د دغو خپرو شویو ویډیوګانو او ادعاګانو په اړه ازادي راډیو ته وویل، چې د دوی ځواکونو دا کړنې د سمې روزنې نه لرلو او د خلکو په راټولېدنه کې د نورو احتمالي پېښو د وېرې له امله ترسره کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

هغه وویل: "کله چې یوه پېښه وشي خلک راټولېږي په دې وخت کې د دښمن پلان دا وي چې بله پېښه ترسره کړي، دې وخت کې د خلکو کنټرول ډېر سخت وي، پولیس مجبورېږي چې له خلکو سره خپل چلند ستوغ کړي، چې دا خلک هلته راټول نه شي، په ټوله کې ستونزه مو دا هم ده چې زموږ د روزنې بهیر روان دی او لا نه دی بشپړ شوی نو تر هغه چې بشپړېږي دا ډول ستونزې به ولرو."

ښاغلی مجاهد په داسې حال کې دا خبره کوي چې مخکې په تېر جمهوري نظام کې به د تر چاودنو ورسته سیمې ته امنیتي ځواکونه تلل او کلا بند کېدله به، خو خلکو سره د غیر اصولي چلند راپورونه ډېر کم ورکول کېدل، په ځانګړي ډول د چاودنې له سیمې لرې د روغتونونو مخکې ته، د قربانیانو د کورنیو له غړو او وینې ورکونکو سره بیا داسې څه نه وه پېښ شوي.

پرون سه شنبه د کابل اتلسمې حوزې اړوند سیمه کې د عبدالرحیم شهید په نوم د یو ښوونځي مخې ته د بمي چاودنو له امله ۶ کسان ووژل شول او تر ۲۰ زیات ټپیان شوي دي چې اکثره یې د همدې ښوونځي زده کوونکي دي.

د دې چاودنو مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG