د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

د مخکېني حکومت د لوړپوړو نظامیانو، امنیتي او دفاعي سرتېرو د ترور دوام


شماری از افراد مسلح طالبان
شماری از افراد مسلح طالبان

د طالبانو د عمومي بخښنې له اعلان سره سره، د جمهوري نظام د یو شمېر سرتېرو کورنۍ ادعا کوي چې د کورنۍ غړي یې طالبانو وژلي دي.

دوی وايي، د طالبانو رژیم په خپلو ژمنو نه‌دی ولاړ او اوس هم د مخکېنیو نظامیانو او د لوړپوړو چارواکو پلټنه کوي.

د دې پېښو تازه‌یې د مارچ په ۲۲مه ماښام مهال د کابل د شکردرې ولسوالۍ د کوچکین په کلي کې وشوه.

دې سیمه کې د جمهوري نظام پر مهال د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر ضد د مبارزې ریاست یو لوړپوړی افسر احمدزی حبیبي په نښه شو.

یوه سرچینه چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم او غږ یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "حبیبي له ماښام لمانځه وروسته، کله چې کور ته ستنېده ووژل شول."

سرچینه چې د حبیبي انځورونه‌یې هم ازادي راډیو ته رالېږلي وايي، برید کوونکي طالبان و، خو طالبانو د دې ادعا په اړه زموږ پوښتنه ځواب نه‌کړه.

د کاپیسا د کوهستان د دوهمې حصې اوسېدونکی حفیظ‌الله د هغو قربانیانو له ډلې بل تن دی چې ورور یې وايي، طالبانو په ډېرې بې‌رحمۍ لومړی شکنجه او وروسته وواژه.

یو وسله‌وال طالب
یو وسله‌وال طالب

د هغه ورور ولي‌الله چې د ځانګړو ځواکونو افسر و ازادي راډیو ته وویل: "هغه‌یې صحرايي محاکمه کړ. لومړی یې ولسوالۍ ته راوست، هلته ورسره دوه شپې او درې ورځې و. لاسونه او پښې یې پرې ماتې کړې وې. د دوی تر شکنجې لاندې ومړ. وروسته‌یې یووړ، د هغو طالبانو چې وژل شوي وو، د هغوی په سر یې ودراوه او څو شاژرونه یې پرې خالي کړل."

د مارچ په ۱۷مه د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی لطف‌الله چې په مخکېني نظام کې د ملي اردو سرتېری و، ووژل شو.

هغه ته نږدې سرچینې چې نه‌غواړي نوم‌یې خپور شي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو هغه له موټر ښکته کړ او وروسته‌یې په ډزو وویشت.

یو ډېر شمېر نور کسان چې ادعا کوي د کورنۍ غړي یې د مخکېني نظام پر مهال امنیتي او دفاعي بنسټونو کې سرتېري او یا هم افسران و، د طالبانو له‌خوا ووژل شول، خو دوی د امنیتي ستونزو او ورته د پېښو ګواښونو له امله خبرو ته نه‌حاضرېږي.

نږدې یوه نیمه میاشت وړاندې ازادي راډیو د دې ډول وژنو په اړه بل راپور هم خپور کړی و چې د اووه تنو مخکېنیو نظامي افسرانو او سرتېرو وژنې په‌کې مستند شوې وې.

د دې وژل شویو افسرانو او سرتېرو کورنیو ادعا کوله چې طالبان او ورته نږدې کسان په دې وژنو کې لاس لري، خو هغه مهال طالبانو دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې وکړ چې دوی عمومي بخښنه اعلان کړې ده.

وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي چې په هلمند کې د طالبانو د یو شمېر قوماندانانو تر وژلو وروسته، طالبانو د انتقام اخیستو هڅې پیل کړي.

هغه چې د بشري حقونو د څار سازمان‌یې اندېښمن کړی دی.

د دې بنسټ د اسیا برخې مسؤلې پترېشیا ګاسمن تېره اوونۍ ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو چارواکو ویلي دي چې دوی په هلمند کې انتقام نه‌دی اخیستی، خو د ګاسمن په خبره، طالبانو پخوا هم داسې قتلونه کړي، نو باید خپلو وسله‌والو ته لارښوونه وکړي چې له داسې وژنو لاس په سر شي.

اغلې ګاسمن زیاته کړه: "د طالبانو مشران باید په هلمند کې بریدونو او غیر قانوني سزاګانو ته ځواب ورنه‌کړي. د طالبانو مشران دې ته اړ دي چې د غچ اخیستو مخه ونیسي او ډاډ ورکړي چې جرمونو ته به د یوه قانوني بهیر په ترڅ کې ځواب ورکوي."

د مارچ په ۲۴مه د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم طالبان تورن کړل چې د عمومې بخښنې سره سره د افغانستان د مخکېني حکومت امنیتي عسکر نیسي،‌ شکنجه کوي ‌او وژني يې.

ده وویل: "د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت د افسرانو او سرتېرو څارنه، ورکېدل او وژل یې، د خلکو بې‌عزته کول، خصوصي حریم ته‌یې ننوتل او ځیني نور مسایل سبب شول چې تېرې میاشتې او تېر کال زموږ د خلکو لپاره یو تور کال وي."

د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود
د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود

له طالبانو مو په دې اړه سپیناوی وپوښت، خو ویاندویان یې خبرو ته حاضر نه‌شول.

د هدفي وژنو سربېره، طالب وسله‌والو وروستیو کې په کونړ، کابل او کندهار کې د ملکیانو پر موټرو ډزې کړي او یو شمېر کسانو ته‌یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د ۱۴۰۰ کال د سلواغې په ۳۰مه د کندهار په چهارسو سیمه کې پر یوه رېکشا د طالبانو په ډزو یوه ښځه ووژل شوه او دوې نورې ټپیانې شوې.

د قرباني شوې کورنۍ یو غړي جانان ازادي راډیو ته وویل، ډزې هغه طالب کړې وې چې پر ګزمه ولاړ و.

دی وايي: "دوی د واده په سودا پسې راوتلي وو. تر ماسپښین‌یې سودا کړې وه. حاجیاڼۍ رېکشا چلوونکي ته ویلي و چې ژر ولاړ شه چې لمونځ قضا کېږي. طالب رېکشا چلوونکی درولی و. رېکشا چلوونکي ورته ویلي چې دا خلک لمونځ کوي، ناوخته کېږي د خدای رسول مخ وکړه او پرې‌موږده، خو طالب ورته ویلي و چې له خدای او رسول دې لا نه‌وېرېږم. په همدې کې چې رېکشا چلوونکي حرکت کړی و، طالب پرې ډزې کړې وې."

د همدې میاشتې په ۲۳مه طالبانو په کابل کې د فضل احمد په نوم د یوه ډاکتر پر موټر ډزې وکړې او هغه‌یې ووژاه.

دغه‌شان د مارچ په درېیمه نېټه طالب وسله‌والو په کونړ کې د واده پر موټرو ډزې وکړې چې په پایله کې یې د واده د هلک یا زوم ورور قاري یاسین په‌کې و وژل شول.

له دې وړاندې د کابل په دشت برچي کې د زینب په نوم او له هغې مخکې بیا د موره یو زوی فیصل هم هغه مهال ووژل شو چې د طالبانو امنیتي کسانو یې پر موټرو ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال د لیندۍ په ۹مه نېټه د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته، د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

د دې سازمان په راپور ادعا شوې وه چې د اګسټ له ۱۵مې نېټې څخه د اکټوپر تر ۳۱مې نېټې پورې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۴۷ غړي چې طالبانو ته تسلیم شوي او یا نیول شوي وو، وژل شوي او یا نادرکه دي.

د بشري حقونو د څار سازمان وویل، داسې معتبر راپورونه ورسره دي چې ښيي د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او پخوانیو حکومت پلویو ملېشو تر ۱۰۰ زیات پخواني غړي په غزني، هلمند، کندهار او کندز ولایتونو کې د طالبانو له‌خوا وژل شوي او یا ورک شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG