د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۳

ملګري ملتونه: د افغان ښځینه فعالانو او د دوی د خپلوانو د ازادولو لپاره دې اقدامات وشي


تمنا زریاب پریاني مدني فعاله چې له ۱۵ ورڅو راهیسې ترۍ تمه ده
تمنا زریاب پریاني مدني فعاله چې له ۱۵ ورڅو راهیسې ترۍ تمه ده

د پروانې ابراهیم خېل او تمنا پریاني او د پریاني د درېیو خوېندو له تري تم کېدو ۱۵ ورځی تېریږی، خو د پېښی په اړه د نړیوالو غبرګونونو سره سره، تراوسه د یادو ښځو د برخلیک په اړه معلومات نه شته.

اوس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو څانګې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغو شپږو ښځینه فعالانو او د دوی د نېږدې خپلوانو د ژر او له خطر پرته خوشې کېدو لپاره باید ټول ممکنه اقدامات ترسره وشي.

د یاد سازمان په اعلامیی کې راغلی: "موږ د هغو شپږو کسانو د تري تم کېدو په اړه جدي اندېښمن یو چې دوه اوونۍ دمخه په کابل کې د ښځو د حقونو د غوښتنې د لاریون په تړاو وتښتول شوې. موږ د دوی د سلامتۍ او امنیت په اړه جدي اندېښنه لرو."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بیان پر بنسټ، د یادو کسانو د تري تم کېدو د څېړنو په اړه د طالبانو دحکومت له رسمي علان سره سره، تراوسه د یادو ښځو د ځای په باب تائید شوي معلومات نه شته.

په همدې حال کې هغه ښځې چې د اروپا د پارلمان غونډه ته بلل شوي، ناروې ته د طالبانو پر ورغوښتلو نېوکه کړې.

د اروپا د پارلمان د پرون ورځې غونډی یوې افغان ګډوانوالې حوریې مصدق وویل:" دا د شرم ځای دی چې موږ د بشري حقونو د فعالانو په توګه باید د [د اروپا د ویزی د ترلاسه کولو لپاره] دي ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووایو، خو تاسو له هغی ډلې د سرې غالۍ په غړولو سره هرکلی کوئ چې نه یوازي په ترهګریزو فعالیتونو مشهور دي، نه یوازي دا چې یو جنسي اپارتاید رژیم دی، بلکې د کابینې د څه باندی نیمایي غړو نومونه یې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې شامل دي."

د تمنا او پروانې له تري تم کېدو وروسته معترضې ښځې په پټو او نا څرګندو ځایونو کې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

نگرانی فعالان حقوق زن از زنده گی تحت سلطۀ طالبان
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:55 0:00

هغوی نن چهارشنبی هم د خپلو ملګرو د برخلیک نه معلومېدو او دغه شان د دوو خبریالانو د د نیول کېدو په تړاو اعتراض وکړ.

اعتراض کوونکې شایسته صافۍ وایي:" ډیري هڅي مو وکړې، په سرپوښوځایونو کې مو د حق غوښتنی غږ پورته کړ، پر خپلو لاسونو مو د هغوی نومونه ولیکل، فېسبوکي هشټګونه مو پیل کړل، خو هېڅ ډول بدلون رانغی. د نجونو د ازادېدو په تړاو هېڅ راز معلومات نه شته، حتا موږ د هغوی له وضعیته خبر نه یو."

پروانې او تمنا له نیول کېدو دوه ورځې مخې د حجاب په اړه د طالبانو د وروستیو اقداماتو په وړاندې سوله ییز لاریون کې ګډون کړی وو.

له دې اعتراض وروسته د جنوري میاشتې په ۱۹ نېټه ماښام مهال کله چې پروانه ابراهیم خېل او لیور یي د کور پر لور روان وو، وتښتول شول.

په هماغه شپه بیا تمنا پریاني او درې خوندې یې هم له خپل کوره تښتول شوي.

له دوی وروسته د هغو نورو ښځو د کورونو د پلټلو په اړه هم راپورونه خپاره شوي چې په یاد لاریون کې یې ګډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG