د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

د بښنې نړیوال سازمان: طالبانو له بندي ښځینه فعالانو په زور اعتراف اخیستی


آرشیف- په کابل کې ځینې اعتراض کوونکې مېرمنې
آرشیف- په کابل کې ځینې اعتراض کوونکې مېرمنې

د طالبانو له خوا د بندي ښځینه فعالانو د ویډیو خپرولو ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا څانګې یوه کمپاینره سمیرا حمیدي وایي، طالبانو په زور له دغو ښځو اعتراف اخیستی او هغوی یې وېرولي دي.

اغلې حمیدي ازادي راډیو ته وویل: "د طالبانو د ډلې له خوا خپره شوې ویډیو چې د معترضو ښځو اعتراف ښيي/ متاسفانه د طالبانو یو نوی تکتیک ښکاره کوي چې / د معترضو غږونو او د هغو خلکو د غږونو د غلي کولو لپاره یې کاروي چې د دوی د بشري حقونو ضد کړنو په غبرګون پورته کېږي. که ویډیوګانو ته توجه وکړو معترضې ښځې له ورایه ښکاري چې تر فشار لاندې دي."

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې کمپاینره سمیرا حمیدي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وړمه شپه د هغو ۲۹ ښځو په اړه ویډیو خپره کړې چې کابو لس ورځې وړاندې د کابل له یوه امن کوره لادرکه شوې وې.

د طالبانو له خوا په دې خپره شوې ويډیو کې ګڼې هغه ښځې چې د کابل په مظاهرو کې یې برخه اخیستې وايي، دوی ځینو ښځو او بهر مېشتو خلکو لمسولې چې مظاهرو ته ووځي څو یې بهر ته د تلو کار جوړ شي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا یوې مسوولې سمیرا حمیدي له ازادي راډيو سره په خبرو کې دا ټینګار هم وکړ چې دا ۲۹ ښځې او د هغوی د کورنۍ غړې باید خوشې شي او نړیواله ټولنه له طالبانو تضمین واخلي چې دغو ښځو ته به زیان نه رسېږي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې او د سولې د مرکچي ټيم مخکینۍ غړې فوزیه کوفي هم په خپل ټوېټر لیکلي: "د جبري اعتراف اخېستل او د ښځو د تصویر خپرول داسې چې د هغې شخصیت ته زیان ورسېږي جرم دی."

د ښځو د حقونو یوه فعاله او پخوانۍ پولیسه ځلا ځاځۍ ازادي راډیو ته وویل، له مسلکي لحاظه د ښځو دا اخیستل شوې ویډیو جبري ده او ښځې ویرول شوې دي: "کوم اعترافات چې د ښځو وو یوه موضوع په کې مشخصه وه چې د دوی اوازونو ټون ډېر فرق کاوه. دغو اوازونو کې سکتګي وه. د ډېرو ښځو اواز تغییر خوړلی وو له اصل نه. دا معلومېده چې دوی د فشار لاندې دي. دغه یو غیر ارادي شی دی کله چې ته فشار لاندې یې د تا اوضاع، د سترګو حرکات او د وجود حرکات غیر ارادي تغییر خوري."

د ښځو د حقونو یوه فعاله او پخوانۍ پولیسه ځلا ځاځۍ
د ښځو د حقونو یوه فعاله او پخوانۍ پولیسه ځلا ځاځۍ

د طالبانو ویاندویانو د یادو ویډیوګانو په تړاو د ازادي راډيو پيغامونه ځواب نه کړل، خو رسنیو ته د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند عاقل عزام په یوه پيغام کې ویلي، دغو ښځو اعتراف کړی چې له بهره تموېلېدې او د طالبانو خلاف شعار یې ورکاوه.

طالبانو په اول سر کې نه منله چې دا ښځې دوی بیولي دي او د نورو هغو معترضو ښځو په څېر یې په اړه بې خبري ښوده چې طالبان یې په تري تم کولو تورن دي. له هغې ډلې تمنا زریاب، زهرا محمدي، عالیه عزیزي او پروانه ابراهیم خېل.

پروانه له ګڼو غبرګونونو وروسته خوشې شوه خو د پاتې نورو ښځو په اړه لا څه تازه خبر نشته.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره لسګونه ښځې د کار او زده کړو د حقونو لپاره مظاهرې وکړې او له نړیوالو یې وغوښتل چې په طالبانو فشار راوړي چې د ښځو د کار او زده کړو مانع نه شي.

XS
SM
MD
LG