د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د تېرنظام د سرتېرو تري تم کېدل او وژل کېدل د ۲۲ هېوادونو اندېښنې پارولي


ارشیف، د تېر جمهوري نظام یو تن سرتیری
ارشیف، د تېر جمهوري نظام یو تن سرتیری

ورځ تر بلې په افغانستان کې د مخکني جمهوري نظام د امنیتي او دفاعي سرتېرو او د استخباراتي مامورینو او دولتي کار کوونکو ناڅاپي وژنو ته اندېښنې ډېرېږي.

تازه د امریکا او اروپايي ټولنې په ګډون د نړۍ ۲۲ هېوادونو یوه اعلامیه کې لیکلي، دوی د هغه راپورونو ته چې د طالبانو له‌خوا یې د مخکني نظام د سرتېرو وژنې مستندې کړي، اندېښمن دي.

اوونۍ وړاندې د بشري حقونو څار سازمان وویل، طالبانو واک ته له رسېدو وروسته د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د دې هېواد د پخوانیو امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات سرتېري یا له محکمې پرته اعدام کړي او یا یې په جبري توګه تري تم کړي دي.

د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځانګړي ځواکونه
د افغانستان د تېر جمهوري نظام ځانګړي ځواکونه

د همدې مستند راپور له خپرېدو وروسته، د نړۍ ۲۲ مهمو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپره کړې ټینګار کړی چې دا کړنه د بشري حقونو څخه جدي سرغړونه او د طالبانو له‌خوا د اعلان شوې عمومي بښنې سره ټکر کې ده.

د نړۍ د دې لویو قدرتونو په ګډه اعلامیه کې زیاته شوې، دا راپورونه باید په روڼ او چټک ډول وڅېړل شي او مسوولان یې باید ځواب ویونکي واوسي.

دې هېوادونو د دې څېړنو د پایلو د خپرېدو غوښتنه هم کړې، څو په سم‌لاسي ډول د نورو ورکېدونو او وژنو مخنیوی وشي.

اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي چې د مخکني جمهوري نظام د سرتېرو او چارواکو لپاره اعلان شوې بښنه په اغېرمن ډول عملي کړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې د دوی په ټولو لیکو کې عملي کېږي.

د تېر نظام کومانډو ځواکونه
د تېر نظام کومانډو ځواکونه

خو د طالبانو حکومت دا نه مني چې ګنې دوی دې په قصدي ډول مخکني نظامیان او یا هم حکومتي چارواکي په نښه کړي وي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي ازادي راډیو ته وویل، د ډېرو دا ډول پېښو تر شا شخصي تربګنۍ دي چې دوی یې د مخنیوي هڅه کوي.

خوستی وایي: "که دوی سره اسناد او شواهد وي موږ سره دې شریک کړي، موږ به پرې اصولي اجرات وکړو، خو دا دروغ دي، پروپاګند دی، حقیت نه لري. ولې موږ سره څوک اسناد او شواهد نه شي شریکولی. اسلامي امارت هېڅ څوک هم نه دي وژلي."

خو د بشري حقونو د څار سازمان تېره اوونۍ وویل، داسې معتبر راپورونه ورسره دي چې ښيي د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت او پخوانیو حکومت پلوو ملېشو تر ۱۰۰ زیات پخواني غړي په غزني، هلمند، کندهار او کندز کې د طالبانو له‌خوا وژل شوي او یا ورک شوي دي.

په اسټرالیا کې مېشت د دې سازمان غړي ماهر مومند ازادي راډیو سره خبرو کې بیا هم ټینګار وکړ چې طالبان باید د خپلې هغې ژمنې درناوی وکړي چې د مخکني نظام د نظامیانو په ګډون یې حکومتي چارواکو ته اعلان کړې ده.

مومند وایي:"دا چې د دوی تر سلطې لاندې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې پخواني امنیتي سرتېري تري تم کېږي یا وژل کېږي دا باید په ټپه ودرول شي. دې خلکو ته باید دا ډاډ ورکړل شي چې طالبان خپلو ژمنو ته متعهد پاتې کېږي."

ماهر مومند وایي، طالبان باید خپله هغه ژمنه عملي کړي چې د پخوانیو نظامیانو او حکومتي کسانو د بښنې په اړه یې کړي
ماهر مومند وایي، طالبان باید خپله هغه ژمنه عملي کړي چې د پخوانیو نظامیانو او حکومتي کسانو د بښنې په اړه یې کړي

د بشري حقونو د څار سازمان د دې راپور وايي، په افغانستان کې د حساب ورکولو نشتوالی، د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنو برخه کې د ملګرو ملتونو له‌خوا د څېړنې اړتیا جوتوي، څو پر وضعیت څارنه وشي او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه له څېړنو وروسته راپور ورکړل شي.

امریکا، اروپايي ټولنه، جرمني، فرانسه، بریتانیا، اسټرالیا، بلجیم، بلغاریا، ډنمارک، کاناډا، فنلنډ، جاپان، نیډرلینډ، نیوزیلنډ، شمالي مقدونیا، پولنډ، پرتګال، رومانیا، هسپانیا، سویډن، سویسزرلنډ او اوکراین هغه هېوادونه چې دا غږ یې بدرګه کړی او زیاتوي، دوی به له طالبانو سره د دوی د چلند پر بنسټ، مخکې ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG