د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۰

ملګري ملتونه: د طالبانو له واکمنېدو راهيسې تر ۱۰۰ زیات افغانان بې‌محاکمې وژل شوي


ارشيف، يو شمېر وسله‌وال طالبان
ارشيف، يو شمېر وسله‌وال طالبان

د ملګرو ملتونو سازمان وايي، باورېدونکې ادعاوې یې ترلاسه کړي چې پر کابل د طالبانو له واکمنېدو راهيسې افغانستان کې تر ۱۰۰ زیات کسان له محاکمې پرته وژل شوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې نَدا النشیف نن په جنوا کې د دې شورا په غونډه کې وویل د دې وژنو تر ۷۰ زیاتې یې طالبانو ته منسوبې شوې دي.

په جنوا کې (د لیندۍ په ۲۳مه نېټه) د دې شورا په جوړې شوې غونډه کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مرستیالې نَدا النشیف وویل: "د اګسټ له میاشتې تر نومبر پورې موږ تر ۱۰۰ د زیاتو پخوانيو امنیتي ځواکونو او هغو کسانو چې پخواني حکومت سره تړلي وو د وژنې باوري تورونه ترلاسه کړې دي."

د نوموړې په وینا د دې وژنو څخه "د لږ تر لږه ۷۲ وژنو سبب طالبان ګڼل شوي دي. د ځینو وژل شویو کسانو جسدونه په څرګنده نندارې ته ايښودل شوي."

يو شمېر مخکېني افغان پوځيان
يو شمېر مخکېني افغان پوځيان

د بشري حقونو د شورا مرستیالې همدارنګه وویل، دې وضعيت په افغانانو کې وېره او اندېښنه رامنځته کړې ده.

ندا النشیف زیاته کړه چې د اګسټ د میاشتې راهيسې تر اوسه ۸ مدني فعالان او ۲ خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.

نوموړې همدارنګه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د ۵۹ کسانو نیول هم یاد کړل چې دې غیر قانوني نیول وګڼل.

د دې میاشتې په پیل کې د بشري حقونو د څار سازمان په یو راپور کې ویلي و چې په څلورو ولایتونو هلمند، کندهار، غزني او کندز کې د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو تر ۱۰۰ زیات غړي یا بې‌محاکمې وژل شوي او یا جبري تري تم کړای شوي دي، خو اوس د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ټول افغانستان کې د تر ۱۰۰ زیاتو کسانو د وژل کېدو خبره کوي.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتو د بشري حقونو د شورا دا راپور رد کړی.

د طالبانو د حکومت یو ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل: "دا راپور په حقایقو او واقیعتونو نه‌دی ولاړ. په دې اړه هېڅ ډول شواهد او ثبتونه نه‌دي وړاندې شوي."

د طالبانو مرستيال وياند احمدالله وثیق
د طالبانو مرستيال وياند احمدالله وثیق

ښاغلي وثیق وویل د دوی حکومت د خپل مشرتابه د بخښنې فرمان په بشپړه توګه عملي کړی دی.

د طالبانو حکومت دې ویاند زیاته کړه: "که په ځینو سیمو کې کومه پېښه رامنځته شوې وي، هغه هم ډېرې کمې او امکان لري چې د قومونو او خلکو ترمنځ د شخصي دښمنیو او تربګنیو له کبله وي چې د افغانستان د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې هېڅ اړه نه‌لري."

په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د سازمان په نننۍ غونډه کې د افغانستان د پرځول شوي حکومت استازي نصیر اندېشه هم خبرې وکړې او ویې‌ویل چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې هدفي بریدونه او د خلکو تري تم کول زیات شوي دي.

ښاغلي اندېشه هم تور پورې کړ چې "طالبانو د تاوتریخوالي، غچ اخیستنې او اعدامونو لړۍ پیل کړې. د امنیتي ځواکونو او پخواني حکومتي چارواکو د جبري نادرکۍ سبب شوي او همدارنګه اقلیتونه‌یې په زور بې‌ځایه کړي دي".

نصير احمد اندېشه
نصير احمد اندېشه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په نننۍ غونډه کې د دې شورا مرستیالې وویل په افغانستان کې بشري وضعیت د خرابېدو خوا ته روان دی.

د نَدا النشیف په وینا بشري بحران، د ښځو او نجونو وضعيت، د بې‌کارۍ زیاتېدلو او د افغانستان د پانګې کنګلېدلو د دې شورا اندېښنې زیاتې کړې دي.

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا برخې مرستیالې پتریشيا ګاسمن ویلي و، اړتیا ده چې ملګري ملتونه افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په غور وڅېړي څو د وضعيت څارل او په اړه‌یې څېړنه او راپور ورکول باوري شي.

XS
SM
MD
LG