د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۸

د طالبانو حکومت: کونړ کې د وژل شوي ځوان، قاتل وسله وال طالب ونیول شو


وژل شوی قاري یاسین
وژل شوی قاري یاسین

د طالبانو حکومت د هغه وسله وال طالب د نیولو خبر ورکوي چې د کونړ یو اوسېدونکی ځوان د خپل ورور د واده له مراسمو وروسته په ډزو وواژه.

د قاري یاسین په نوم دا ځوان چې د یوولسم ټولګي زده کوونکی و، د پنجشنبې په ورځ د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ ته پر لاره و چې سیمه ییزو طالبانو ډزې پرې وکړې او وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي دي چې طالبانو قاتل نیولی او محکمې ته یې سپارلی دی.

ښاغلی مجاهد زیاتوي چې اوس د مقتول په کورنۍ پورې اړه لري چې له قاتل سره سوله کوي او که یې شرعي محاکمه غواړي.

د قاري یاسین د کورنۍ غړي وايي، دی د خپل مشر ورور د واده له مراسمو وروسته له خپلو ملګرو سره شیګل ولسوالۍ ته د چکر لپاره روان شو، خو په لاره کې يې د طالبانو د پلټنې د یوې پوستې ترڅنګ یو طالب سهواً د موټر د اړخ په شیشه ولګېد او وسله وال طالب ډزې پرې وکړې.

له دې مخکې ځینو عیني شاهدانو ویلي و چې وسله والو طالبانو ځکه ډزې وکړې چې له دې موټر څخه یې د موسیقۍ غږ اورېدلی و.

په همدې حال کې په یوه تازه ویډیو کې چې ظاهرا په کونړ ولایت کې ثبت شوې یوه وسله واله ډله ښکاري چې دوه کسان یې د یوه واده له مراسمو د موسیقۍ له وسایلو سره یوځای نیولي او نامعلوم لوري ته یې بیايي.

ازادي راډیو د دې ویډیو د ثبتېدو د وخت او موثقوالي پخلی نه شي کولی خو پر ټولنیزو رسنیو د هغو ویډیوګانو شمېر کم نه دی چې طالب وسله وال له سندرغاړو سره د ناوړه چلند په حال کې ښيي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG