د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۰

فعالانې: د پروانې خوشې کېدو ثابته کړه چې تښتونې او ان وژنې د طالبانو کار دی


 پروانه ابراهیم خېل او کورنۍ یې له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې تر یو څه وخت دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.
پروانه ابراهیم خېل او کورنۍ یې له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې تر یو څه وخت دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

پروانه ابراهیم خېل ته نږدې سرچینې وايي، هغه چې درې اوونۍ مخکې له خپل کور لادرکه شوې وه، تېره ورځ بېرته خوشې شوې ده.

دغه سرچینه چې د پروانه ابراهیم خېل د کورنۍ له غړو څخه ده او نه غواړي چې د موضوع د حساسیت له امله یې نوم څرګند شي ازادي راډیو ته وویل، پروانه ابراهیم خېل او کورنۍ یې له طالبانو سره ژمنه کړې ده چې تر یو څه وخت دې له رسنیو سره خبرې نه کوي.

خو د پروانه ابراهیم خېل له خوشې کېدو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې تمنا زریاب پریاني او د هغې درې خویندې او همدارنګه مرسل عیار او زهرا محمدي چې له نږدې درې اوونۍ مخکې تري تمې شوي دي هم خوشې شوي، خو دوی ته نږدې سرچینې وايي، هغوی لا هم بندیانې دي او نه دي خوشې شوي.

د افغان معترضو ښځو د یووالي او پیوستون ټیم غړې فوزیه وحدت ازادي راډیو ته وویل: "هغه اړیکې چې مو چې د معترضو نیول شوېو مېرمنو له کورنیو سره درلودې، تر اوسه یې موږ ته د دې درېیو مېرمنو د خوشې کېدو خبر نه دی تایید کړی، له بده مرغه کله چې موږ د هغوی له کورنیو سره د معترضو مېرمنو د خوشې کېدو او نه خوشې کېدو خبره مطرح کوو، ټیلیفونه یې بندېږي."

د افغان معترضو ښځو د یووالي او پیوستون ټیم غړې فوزیه وحدت
د افغان معترضو ښځو د یووالي او پیوستون ټیم غړې فوزیه وحدت

هغه څه چې د یو شمېر خلکو نیوکې یې راپارولي دي، هغه د دې ښځو د نیولو او یا هم خوشې کېدو په اړه د طالبانو د حکومت چوپتیا ده.

د مېرمنو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، د پروانه ابراهیم خېل خوشې کېدو ثابته کړه چې تښتونې، تري تم کېدل او ان وژنې د طالبانو کار دی، خو د مسوولیت په منلو کې يې چوپتیا غوره کوي او یا هم منکرېږي.

یوې معترضې مېرمنې شمایل توانا ازادي راډیو ته وویل: "د کار بدوالی په څه کې دی. طالبان هم معترضې مېرمنې نیسي او نامعلوم لوري ته یې بیايي او بیا له دې کاره پښېمانه ښيي او وايي چې دا کار موږ نه دی کړی. په رښتیا هم فاجعه ده او دا کار موږ ته د اندېښنې وړ دی، په داسې حال کې چې پوهېږو دا معترضې مېرمنې طالبانو بیولې دي."

تمنا زریاب پریاني
تمنا زریاب پریاني

د طالبانو حکومتي ویاندویانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د دې ادعاوو په اړه ازادي راډیو ته معلومات ورنه کړل او یا هم د دې په تړاو چې ګواکې پروانه ابراهیم خېل د طالبانو له لوري خوشې شوې هم څه ونه ویل.

وروسته له هغه چې د تېر کال د اګسټ میاشتې په ۱۵مه نېټه طالبانو واک ترلاسه کړ او وروسته یې بیا پر ښځو بندیزونه ولګول، کابل کې یو شمېر ښځو اعتراضونه پیل کړل.

نږدې درې اوونۍ مخکې او په یوه ورځ تمنا زریاب پریاني له خپلو درېیو خویندو او همدا شان پروانه ابراهیم خېل د خپلې خور له خاوند سره یوځای کابل کې ونیول شول.

د دوی تر نیولو وروسته، دوې اوونې وړاندې دوو تنو معترضو ښځو مرسل عیار او زهرا محمدي هم د ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې مرسل عیار او زهرا محمدي هم په کابل کې ونیول شوې.

نړیوالې ټولنې او نړیوالو موسساتو په وار-وار ټینګار کړی او له طالبانو ېې غوښتي چې معترضې مېرمنې له بنده خوشې کړي، خو طالبانو بیا تل هغه ادعاوې چې ګنې معترضې مېرمنې دې دوی نیولې وي، رد کړې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG