د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۹

هغه افغانې ښځې چې له افغانستانه وتلې، راتلونکي ته څه هیلې او اندېښنې لري؟ 


د تخلیې په بهېر کې له افغانستانه وتلې مېرمنې
د تخلیې په بهېر کې له افغانستانه وتلې مېرمنې

زهره جلال د خوست د ولایتي شورا پخوانۍ غړې ده.

دا هم د نورو ګڼو لوستو افغانو ښځو په څېر د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له افغانستانه ووته.

اغلې جلال د تېر مېلادي کال په جولای میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي و چې طالبانو دا او یو زوی یې وتښتول او له څو ساعته برمته نیولو وروسته یې ازاده کړل.

له هغه وروسته هم د دې په وینا له تهدیدونو سره مخامخ وه.

دې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په لسمه نېټه ازادي راډيو ته وویل:"کله چې موږ ته مشکلات پیدا شوي وو، موږ اسیران شوي وو، موږ د مشرانو په منځګړیتوب خوشې شوو. له هغه وروسته ماته اخطارونه راتلل. ما دا خبره له سپين ږیرو سره شریکه کړه. ما غوښتل تر والي ورسېږي. هغه مهال والیانو باندي هم بیروبار و او پر طالبانو هم. بیړنی حالت وو. نه پوهېږم زما خبره به تر هغوی رسېدلې وي که نه خو ماته تهدید موجود وو. نو ما دا ښه وګڼله چې خپل سرونه خوندي کړو او خپل ځانونه خوندي ځای ته ورسوو."

د طالبانو واکمنۍ وروسته یو شمېر افغانان چې امریکایي پوځي طیارو کې ووتل
د طالبانو واکمنۍ وروسته یو شمېر افغانان چې امریکایي پوځي طیارو کې ووتل

سونیا شینوارې یوه بله افغانه ده چې د طالبانو د حکومت له راتګ وروسته له هیواده وتلې.

دې په افغانستان کې له یوه خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه.

دا یوه مشهوره خبریاله او ویندویه وه.

د ژورنالیزم په برخه کې یې لوړې زده کړې کړي خو کله چې افغان حکومت سقوط وکړ، دا هم لکه نور سلګونو زره نور افغانان، له هېواده ووته.

سونیا شینوارې وايي چې په افغانستان کې يې امنیت ته خطر وو او نور یې نشو کولای هلته پاتې شي خو له هېواده وتل هم ورته اسانه پرېکړه نه وه.

دا وایي:"کله چې راووځې له هېواده له یوه بیک او یوې جوړې کالو سره، دا ډېر دردوونکی دی. هغه ورځ او هغه حالت چې زه رایاد کړمه، تاسو باور وکړئ چې ستوني باندي مې درد شي. او تر هغې هم بدتره دا چې په یوه پردي هېواد کې په داسي حالت کې پرته یې چې برخلیک دې نه دی معلوم چې له دې وروسته له څه کیږي. هره شېبه انتظار کول ډېر زور غواړي."

سونیا شینوارې اوس مهال د کډوالې په توګه په یوه داسي هېواد کې مېشت کېدو ته سترګې په لاره د ژوند شپې او ورځې تېروي چې پناه غوښتونکي مني.

دا وايي لسګونو نور افغانان هم د دې په څېر په داسي هېوادونو کې پراته دي چې افغانانو ته پناه نه ورکوي.

دا وايي چې له هېواده وتلي افغانان چې تر منزله نه دي رسېدلي او په درېیم هیواد کې بند پاته دي نه یوازي له نامعلوم برخلیک سره مخامخ دي بلکې د خپل راتلونکي په اړه سخت اندېښمن دي ځکه راتلونکی يې ناڅرګند دی او بېرته خپل هېواد ته تګ د مرګ په معنی دی.

افغان کډوال چې د تخلیې په پروسه کې البانیې ته رسېدلي
افغان کډوال چې د تخلیې په پروسه کې البانیې ته رسېدلي

وروسته له هغه چې طالبانو د اګست په پنځلسمه نېته په کابل کې خپل واک اعلان کړ، سلګونو زره کسانو هڅې پیل کړې چې له هېواده ووځي.

هغه لوستې ښځې چې په افغانستان کې پاته شوې، ګڼو يې خپلې دندې له لاسه ورکړې او د خپلو حقونو لپاره یې په لاریونونو لاس پوري کړ.

طالبانو د ښځو پر دغو لاریونونو د سپرې تر څنګ ډزې هم کړي.

په وروستي مورد کې د جنورۍ په شپاړسمه نېټه ښځو په کابل کې لاریون وکړ او د دوی په وینا طالبانو ورباندي د مرچو سپرې وکاروله.

د جنورۍ په نولسمه نېټه پر ټولنیزو رسنیو یوه ویډیو خپره شوه چې په کې فعاله تمنا زریاب پریاني وايي چې طالبان یې د دروازې مخې ته ورغلي او غواړي کورته یې ورننوځي.

تر هغه وروسته د تمنا پریاني او یوې بلې فعالې پروانه ابراهیم خېل د ورکېدو خبرونه خپاره شول.

لادرکه شوې تمنا زریاب
لادرکه شوې تمنا زریاب

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ادارو له طالبانو غوښتي چې د دغو ښځو د راخوشې کولو په برخه کې دې ژر تر ژره لاس په کار شي.

طالبانو مخکې له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا خبره رد کړې وه چې دوی دا ښځې نیولي خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې موضوع اړوند وویل چې دوی تراوسه په دې اړه څېړنه کوي او هڅه کوي چې معلومات راټول کړي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاندې لیز تروسیل د سې شنبې په ورځ د فبرورۍ په اتمه نېټه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل:" پروانه ابراهیم خېل او تمنا پریاني له خپلو خپلوانو سره د جون په ۱۹مه ورکې یا توقیف شوې او دوې نورې فعالانې په زوره وړل شوي دي چې د جنورۍ د شپاړسمې په لاریون کې يې ګډون کړی وو. راپور ښيي چې مرسل عیار د فبرورۍ په دوهمه له خپله کوره او زهره محمدي د فبرورۍ په درېیمه د خپل کلینک له مخې برمته نیول شوې چې تراوسه یې د ځای په اړه هېڅ معلومات نه شته.

دې وویل چې د دغو قضیو په اړه د معلوماتو په خاطر يې پر طالبانو ټينګار کړی او پر دې موضوع چې د دغو ښځو فزیکي او رواني خوندیتوب دې تضمین او ژر تر ژره دې راخوشي شي.

که څه هم طالبانو ویلي چې دوی د ښځو اسلامي حقونو ته ژمن دي خو د ډېری لوستو افغان ښځو راتلونکی په افغانستان کې او له افغانستانه دباندي ناڅرګند دی.

XS
SM
MD
LG