د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

شهرزاد اکبر: د لادرکه شویو افغانو مېرمنو او د هغوی د کورنیو په اړه اندېښمنه یم 


تمنا زریاب
تمنا زریاب

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره وايي په افغانستان کې د ځینو ښځو او د هغوی د کورنیو غړو د لادرکۍ په اړه سخته اندېښنه لري.

شهرزاد اکبر پرون په ټویټر کې لیکلي، د دغو قضیو دغه راز د اغېزناکو او شفافو څېړنو په اړه د اطلاعاتو ترلاسه کولو لپاره پر طالب چارواکو خپل فشار ته دوام ورکوي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره

بل خوا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر په افغانستان کې د هغو ښځینه فعالانو او د هغوی د خپل خپلوانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه چې په دې وروستیو کې د ښځو د حقونو په اړه په لاریونو کې تر ګډون وروسته لادرکه شوي دي.

د رویترز خبري اژانس د راپور له مخې د دغه دفتر ویاندې لیز تروسیل پرون سې شنبه په جنیوا کې خبریالانو ته وویل، دا چې دغه څلور ښځې چېرې دي، هېڅ خبر نه شته او زیاته یې کړه چې له چارواکو غواړي چې په دې اړه معلومات ورکړي.

تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د اروپايي ماموریت مشر اندریاس وان برانت د نیول شویو ښځینه فعالانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

هغه په ټویټر کې لیکلي و که طالبان په رښتیا هم د افغانانو خوندیتوب ته جدي دي، باید ټولې نیول شوې ښځې خوشې کړي.

د افغانو ښځو لاریون
د افغانو ښځو لاریون

تېره اوونۍ دوې معترضې مېرمنې زهرا محمدي او مرسل عیار په کابل کې لادرکه شوې.

تېره میاشت بیا تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل لادرکه شوې وې.

د هرات د ښځينه وو محبس مدیره عالیه عزیزي هم لادرکه شوې چې د برخلیک په باب یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

طالبانو دا نه ده تائید کړې چې دغه ښځې دې د دوی له خوا نیول شوي یا د دوی په توقیف کې وي.

XS
SM
MD
LG