د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

دیبورا لاینز یو ځل بیا د افغانو ښځینه فعالانو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې


تمنا زریاب
تمنا زریاب

له کابله د ښځینه فعالانو د تري تم کېدو د تر ټولو وروستۍ پېښې پنځمه ورځ ووته.

د راپورونو له مخې زهرا محمدي او مرسل عیار چې د کابل د معترضو ښځو په ډله کې وې د فبروري په دویمه له خپلو کورونو وړل شوي.

طالبان ګرم بلل شوي چې دا دوه ښځینه فعالانې یې هم د لږ تر لږه درېیو نورو ښځینه فعالانو په څېر چې پخوا یې وړې وې، بندیانې کړې دي.

په زهرا او مرسل سربېره تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل نږدې شل ورځې مخکې او تر هغه څو اوونۍ وړاندې د هرات د ښځينه وو محبس مدیره عالیه عزیزي لادرکه شوي.

طالبانو نه ده منلې چې دا ښځې دې ورسره بندیانې وي خو په کور دننه او بهر ګڼ فعالان، چارواکي او بشرپاله بنسټونه طالبانو ته ګوته نیسي چې دا ښځې یې بندیانې کړي.

د لادرکه ښځينه فعالانو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره خبرې کړي.

دیبورا لاینز پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره خبرې کړي
دیبورا لاینز پرون د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالکبیر سره خبرې کړي

یوناما په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دیبورا لاینز د دغو لادرکه ښځو د سلامتیا په اړه خپله ژوره اندېښنه وښوده.

لاینز مخکې هم غوښتي و چې طالبان دې د دغو لادرکه ښځو د خوشې کېدو په تړاو سمدستي لاس په کار شي.

د یوناما په ټوېټ کې یادونه شوې چې دیبورا لاینز د طالبانو د دغه لوړپوړي چارواکي ژمنه چې په دې تړاو به پوښتنې کوي ستایلې او د تازه معلوماتو انتظار باسي.

د دیبورا لاینز په حواله زیاته شوې چې د ټولو افغانانو د حقونو له رعایت پرته له افغانستان څخه د نړۍ ملاتړ له منځه تللی دی.

اخوا د طالبانو چارواکو هم له دیبورا لاینز سره د مولوي کبیر د ناستې جزئیات خپاره کړي.

د طالبانو د ارګ ټوېټر پاڼې د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالکبیر په حواله لیکلي چې د دغو ښځو د پیدا کولو هڅې کېږي او اړوندې ادارې په دې برخه کې همکاري کوي.

افغان ښځینه لاریون کوونکې
افغان ښځینه لاریون کوونکې

د دیبورا لاینز او مولوي کبیر تر ناستې مخکې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په یوه ټوېټ کې ویلي د خلکو خپلسري بندیانول او لادرکه کول د طالبانو د حکومت هغه ادعا کمزورې کوي چې وايي حکومت یې د خلکو دی.

هغه زیاته کړې چې دا ډول پېښې د بشري حقونو د رعایت په اړه د طالبانو د ژمنو خلاف دي.

نیکلاسن ویلي د دغو (لادرکه خلکو) د سمدستي خوشې کولو غږ کوم.

د لادرکه شویو ښځو د خلاصون په تړاو له دې مخکې هم څو واره بشرپاله سازمانونو غږ پورته کړی خو لا یې کومه نتیجه نه ده ورکړې.

په ځینو نا تائید شویو رپوټونو کې د څو ښځینه فعالانو په حواله راغلي چې د طالبانو وسله وال بندي ښځينه فعالانې شکنجه کوي.

XS
SM
MD
LG