د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د اروپایي پارلمان په ۲ ورځني غونډه کې د افغان مېرمنو وضعیت څېړل کېږي


اروپایي پارلمان
اروپایي پارلمان

د بلجیم پلازمېنه بروکسل د افغان ښځو د ورځې په نوم د غونډې کوربنه ده. دا غونډه پرون د اروپایي ټولنې، ملګرو ملتونو او یو شمېر افغان ښځینه فعالانو په ګډون پرانېستل شوه.

د اروپایي پارلمان په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د افغان ښځو د ورځې په نوم د بروکسل په کنفرانس کې به پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په دغه هېواد کې د ښځو پر وضعیت او د ښځو پر وړاندې پر پرتو ستونزو خبرې وشي او د حل لارو د موندلو لټه به وشي.

په دې کنفرانس کې د امریکا د سینما پېژندل شوې ستورې انجلینا جولي چې د کډوالو لپاره د ملګروملتونو ځانګړې استازې هم ده ګډون کړی دی.

نوموړې پرون پر طالبانو غږ وکړ چې هغه مېرمنې ژر تر ژره له بنده خوشې کړي چې دوی نیولې دي.

د امریکا د سینما پېژندل شوې ستورې انجلینا جولي
د امریکا د سینما پېژندل شوې ستورې انجلینا جولي

اغلې جولي زیاته کړه: "زه په افغانستان کې پر واکمنانو غږ کوم چې ټول ښوونځي پرانېزي. نجونو ته زمینه برابره کړي چې هغه امتحانونه چې تېرکال ترې پاتې شوي، ورکړي. تمنا پریاني، پروانه ابراهیم خېل او نورې مېرمنې چې په توقیف کې دي، خوشې کړي. ښځو ته اجازه ورکړي چې په بشپړ ډول ازادانه هم کار وکړي هم په سیاست کې برخه واخلي هم د ټولنې په چارو کې."

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار ډلې د ښځو د برخې مسوولې هیډربار له طالبانو غوښتې وو چې ژر تر ژره تمنا زریاب پریاني او پروانه ابراهیم خېل له بنده خوشې کړي، خو د طالبانو ویاندویانو دا ادعا رد کړې ده چې دوی دا مېرمنې نه دي بندیانې کړي دي.

نژدې دوې اوونۍ مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې دې دوو مېرمنو په کابل کې په مظاهرو کې برخه واخېسته او تر هغه وروسته ونیول شوې.

د طالبانو تر واک لاندې ژوند؛ د ښځو د حقونو اندېښمنې فعالانې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:38 0:00

د هغو افغان مېرمنو په ډله کې چې د بروکسل غونډې ته ورغوښتل شوي، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهر زاد اکبر، د همدې کمېسیون یوه بله پخوانۍ مشره سیما سمر، د میدان ښار پخوانۍ ښارواله ظریفه غفاري، د افغان فلم مخکنۍ رییسه صحرا کریمي، د ښځو د حقونو فعاله حوریه مصدق او د بامیان د پخوانۍ والي حبیبه سرابي نومونه لیدل کېږي.

دا غونډه په داسې وخت کې جوړه شوې ده چې په افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته نه ځي او ډیرې ښځې له دفترې کارونو ګرځول شوې دي.

XS
SM
MD
LG