د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

هېل: دا څرګنده نه‌ده چې افغان مېرمنو ته به پوهنتونونو ته د تګ اجازه ورکړل شي؟


افغانه محصله
افغانه محصله
  • هېل

د هېل ورځپاڼې تردې سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی چې طالبان دولتي پوهنتونونه بیا پرانیزي.

ورځپاڼه لیکي: طالبان هغه دولتي پوهنتونونه بېرته پرانیزي چې په تېر زمري میاشت کې د دوی له واک ته رسېدو وروسته تړل شوي وو، خو دا لا څرګنده نه ده چې ایا ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې ټولګیو ته لاړې شي که څنګه.

د طالبانو د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ عبدالباقي حقاني د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په ګرمسیرو سیمو کې به چهارشنبه او په سړو سیمو کې به راتلونکې میاشت پوهنتونونه پرانیستل شي.

خو هغه ونه ویل چې ايا ښځو ته اجازه ورکوي چې پوهنتونو ته لاړې شه که څنګه.

حقاني د طالبانو لوړپوړی چارواکی دی چې په لومړي سر کې د ده تر مشرۍ لاندې ټیم د هلکانو او نجونو د ګډ درس مخالفت وکړ او ويې ویل تر څو چې فضا د دوی په خبره مناسبه نه وي نجونې به پوهنتونو ته پرېنږدي.

هیل ورځپاڼه زیاتوي چې لوېدیځو حکومتونو پر طالبانو فشار راوړی چې که غواړي د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خلاصه شي او له دغه هېواد سره د مرستو زمینه برابره شي نو باید نجونو او ښځو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

  • دي نیوز انټرنېشنل

بل خوا د پاکستان دي نیوز انټرنېشنل ورځپاڼه ليکي چې د اروپا پارلمان د افغان مېرمنو لپاره غونډې جوړوي.

ورځپاڼه لیکي چې د اروپا پارلمان به په افغانستان کې له وروستیو سیاسي بدلونونو را په دې خوا د ښځو پر وضعیت غور وکړي.

د اروپايي ټولنې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې یو شمېر هغه افغانې ښځې چې تېرکال د پارلمان د سخروف جایزې ته نوماندې شوې وې، فعالانې، د ملګرو ملتونو او یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازې په دې غونډو کې برخه اخلي.

اروپايي ټولنه وايي، د جمهوري حکومت له نسکورېدو وروسته د افغان مېرمنو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

ټاکل شوې چې مشهوره افغان سندرغاړې اریانا سعید هم د اروپا د پارلمان په کوربه توب دې غونډه کې برخه واخلي او خپله (بانوی آتش نشین) سندره ووايي.

XS
SM
MD
LG