د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

امیري: که طالبان مشرعیت غواړي، د بیان ازادۍ او د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي


کابل کې یوه معترضه مېرمن او وسله وال طالبان
کابل کې یوه معترضه مېرمن او وسله وال طالبان

زهرا محمدي چې د معترضو ښځو د خوشې کېدو غوښتنه یې کوله، خو یوه ورځ وروسته خپله ونیول شوه چې اوس یې نور ملګري د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

زهرا محمدي يوه افغان معترصه مېرمن د معلوماتو پر بڼسټ د پنجشنبې په ورځ د کابل سینما پامیر ته څېرمه په خپل کلینیک کې نېول شوې او وړل شوې ده.

یو شمېر معترضې ښځې ازادي راډیو ته تاییدوي چې د چهارشنبې په ورځ هم یوه بله افغانه معترضه پیغله مرسل عیار هم نیول شوې ده.

دوی وایي، د مرسل عیار تر نیونې وروسته د هغه پلار هم نیول شوی دی.

تازه د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري، په خپل ټویټرپاڼه کې پر طالبانو غږ کړی چې دا ډول ناعادلانه توقیفونه ودروي.

هغې لیکلي: "که طالبان له افغان ولس او نړۍ څخه مشروعیت غواړي نو دوی باید د بیان آزادۍ په ګډون د افغانانو بشري حقونو ته او په ځانګړي توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي. دغه ښځې، د هغوی خپلوان او نور فعالانې دې باید ژر تر ژره خوشې کړي."

یوناما هم د پنجشنبې په ورځ په یوه ټویټ کې د طالبانو له کورنیو چارو وزارته په ۲۴ ساعتونو کې د دوو معترضو نجونو د نیول کېدو په تړاو بېړني معلومات غوښتي او یو وار بیا ېې د نیول شوېو معترضو ښځو او د هغوی د خپلوانو په خوشې کېدو ټینګار کړی.

خو کابل ښار کې یوه معترضه مېرمن فوزیه وحدت وایي، نړیوال باید په یو ټویټ بسنه ونه کړي او د افغان ښځو دغه ستونزې د تل لپاره حل کړي که نه داسې ورته پېښې به ډېرې شي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وایي: "تاسو چې یوه ښځه د هغه د کور څخه باسئ، د هغه د کلینیک څخه باسئ، د سړک له سره یې نیسئ، حوزۍ، قوماندانۍ یا امنیت ته ېې وړئ؛ د کومو اصولو پر اساس ېې وړئ، په کوم جرم یې وړئ، په څه ډول یې وړئ؛ تاسو خو نه د ښځو بندي خانې لرئ، نه ښځینه پولیسې لرئ، په کومو امکاناتو دغه ښځې وړئ؟ څه شو ستاسو افغانیت او غیرت."

کابل ښار کې یوه معترضه مېرمن فوزیه وحدت
کابل ښار کې یوه معترضه مېرمن فوزیه وحدت

طالبان د یادو مېرمنو نیول نه تاییدوي او نه یې هم ردوي.

کابل ښار کې یوه معترضه ښځه چې نه غواړي نوم یې په دې راپور کې واخېستل شي وایي: "موږ له طالبانو هیله او غوښتنه کوو؛ هغه کسانو څخه هیله کوو چې په منطق باور لري او هغوی پوهېږي چې په هېځ ځای کې په زور او تشدد حکومت کیدای نه شي هیله کوو چې هغه ښځې چې نیول شوي دي ژر تر ژره دې له بنده ازاد شي."

تر دې وړاندې پروانه ابراهیم خېل او تمنا زریاب پریاني سره له درې خویندو یې لادرک شوي دي.

معترضې ښځې ادعا کوي چې هغوی د طالبانو له خوا نیول شوي او وايي، طالبان هغه ښځې لټوي چې د جنورۍ په وروستیو کې د حجاب او بورقې پرضد مظاهره کړې وه.

خو د طالبانو حکومت دغه موضوع رد کړې ده او ویلي دي چې دغه ښځې بهرنیو هېوادونو ته د تلو لپاره ځان ته کېس جوړوي.

خو د افغان معترضو ښځو سربېره، ظاهراً مدني فعالان هم له داسې یو ګواښ سره مخ دي.

څلور ورځې وړاندې مدني فعال، فیاض غوري په هرات کې نیول شوی دی.

د فیاض غوري ورور سروش قدیر غوري په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: "زما ورور څلور ورځې مخکې د طالبانو له خوا نیول شوی دی او اوس هم موږ د هغه له برخلیکه هېڅ احوال نه لرو؛ صرف دومره پوهېږو چې د ملي امنیت په بند خونې کې دی او د طالبانو استخباراتو سره دی."

خو طالبانو د دې راپور تر خپرېدو پورې د فیاض غوري د نیول کېدو په تړاو څه ونه ویل.

XS
SM
MD
LG