د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۴

د اوسلو ناسته؛ یو شمېر معترضې مېرمنې او د بشري حقونو فعالان یې په اړه ناهیلي دي


افغانې لاریون کوونکې
افغانې لاریون کوونکې

د افغانستان په اړه د اوسلو له ناستې سره هم مهاله، یو شمېر معترضې مېرمنې، د بشري حقونو ځیني فعالان او سیاسي شنونکي د دغې ناستې پایلو ته ناهیلي ښيي.

دوی وايي، دغې ناستې ته چې د طالبانو حکومتي پلاوی به په کې د بېلابېلو هېوادونو له استازو او دغه شان ځینو افغان مدني فعالانو سره وګوري، خوشبینه نه دي.

د محبوبې په نوم یوې معترضی مېرمنې ازادۍ راډیو ته وویل:" له بده مرغه د اوسلو د ناستې پایلو ته ډېره تمه نه شته، د دغه راز ناستو مخینې ته په کتو ناروې تر ډېره اسانچاری هېواد دی، له همدې امله د طالبانو غوښتنو ته په پام سره ناروې له قطر او پاکستان سره کوم توپیر نه لري".

یو شمېر ښځینه فعالانو په ځلونو د زده کړو، کار او د حجاب په اړه د طالبانو د نویو اقداماتو په اړه لاریونونه کړي
یو شمېر ښځینه فعالانو په ځلونو د زده کړو، کار او د حجاب په اړه د طالبانو د نویو اقداماتو په اړه لاریونونه کړي

د بشری حقونو فعاله زرقا یفتلي هم ورته نظر لري.

اغلی یفتلي وايي، د دې ناستې لپاره هېڅ کوم مشخص هدف نه دی ټاکل شوی، نو له همدې امله به اغیزمنه نه وي.

نوموړې زیاتوي:" زما په فکر د ناروې کنفرانس هېڅ راز اغیزه نه شي درلودی، ځکه د دې ناستې لپاره کوم مشخص هدف نه دی ټاکل شوی او د موخو په اړه یې هم څه نه دي ویل شوي. دا ناسته تر ډېره د وضعیت د عادي ښودلو او د دې لپاره ده چې نړۍ ته طالبان نورماله وښیي".

اغلې یفتلي ادعا کوي ، هغو کسانو چې په دې ناسته کې د مدني ټولنې او ځینو نورو ادارو په استازیتوب ګډون کړی، ځیني یي هغه څېرې دي چې په دې وروستیو کې یي په یو ډول له طالبانو ملاتړ او هغوی ته یي لابي ګري کړې.

د اوسلو د ناستې په اړه دا ناهیلي په داسی حال کې ده چې په افغانستان کې له سیاسی تحولاتو را وروسته له شته کړکېچن حالته د وتو لپاره د افغانانو سترګې د نړیوالۍ ټولنۍ همکاریو ته اوړي.

د سیاسی چارو یو شمېر شنونکي په دې اند دي چې دا ناسته تر ډېره د طالبانو حکومت ته فرصت ورکوي، ترڅو خپلي ګټې ترلاسه کړي.

اوسلو ته تللی د طالبانو پنځلس کسیز پلاوی
اوسلو ته تللی د طالبانو پنځلس کسیز پلاوی

د سیاسی چارو شنونکي طارق فرهادي ازادۍ راډیو ته وویل:" تر کومه چې موږ پوهېږو طالبان تغیر نه کوي، هغوی اوسلو ته تللي ترڅو نورو ته تغیر ورکړي. موږ به یوازي د یوي معجزی تمه وکو، ځکه په دې منځ کې افغانان ګیر پاتې دي".

دا په داسي حال کې ده، یو شمېر هغه ښځې چې دې ناستې ته وربلل شوې د نوم د نه اخیستو په شرط یې ازادي راډیو ته ویلي چې اوس مهال افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي او په دې ناسته کې به له طالبانو او نړیوالې ټولنې وغواړي چې دا ستونزه هواره کړي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت چې پلاوی یي په رسمي توګه اوسلو ته ورغوښتل شوی، د دې ناستې پایلو ته خوشبینه دی.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وایي، د طالبانو حکومت د ناروې له کنفرانسه د ښو لاسته راوړنو تمه لري.

دی وایي، چې د طالبانو حکومتي پلاوی به د امریکا په ګډون د بېلابېلو هیوادونو له استازو سره وګوري او پر مشخصو مسایلو به خبرې وکړي.

بلال کریمي وایي، د طالبانو حکومت د ناروې له کنفرانسه د ښو لاسته راوړنو تمه لري
بلال کریمي وایي، د طالبانو حکومت د ناروې له کنفرانسه د ښو لاسته راوړنو تمه لري

ښاغلي کریمي ازادي راډیو ته وویل: " په دی ناستو کې به پر مختلفو مسایل، له دې جملې د تورو لیستونو ختمېدل، د افغانانو د کنګل شویو پیسو ازادېدل او له امریکا متحده ایالاتو، اروپایی هېوادونو او اروپایی ټولنې سره د معنی لرونکو ډیپلوماتیکو اړیکو پر جوړولو خبرې وشي. دغه شان به د افغان شخصیتونو پر ښو مشورو هم بحث او خبري اتري وشي".

ناروې اروپایي هېواد دی خو د اروپایي ټولنې غړی نه دی.

دغه هېواد د افغانستان په اړه د یو داسې غونډې کوربه دی، چې له طالبانو سره د افغان مدنی فعالانو او ځینو هېوادونو د استازو لېدو کاتو ته په کې زمینه برابره شوې.

ویل شوي چې دا غونډه به درې ورځې وي.

XS
SM
MD
LG