د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

یوناما طالبان ته: د نیول شوېو معترضو افغان مېرمنو د ځای په اړه معلومات راکړئ


تمنا زریابي پریاني هغه مېرمن چې ادعا کیږي طالبانو نیولې
تمنا زریابي پریاني هغه مېرمن چې ادعا کیږي طالبانو نیولې

تازه داسې ادعاوې مطرح شوي چې یو شمېر افغانې معترضې ښځې په کابل ښار کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

تمنا زریابي پریاني او د هغې درې نورې خویندې او دغه شان پروانه ابراهېم خېل هغه ښځې او نجونې دي چې له څو ورځو راهیسې لادرکه دي.

تمنا وړاندې له دې چې ونیول شي، د یوې ویډیو په خپرولو سره هغه څه رسنیز کړل چې ګوندې د شپې له خوا یو شمېر نامعلومه کسان یې د کور شاته ورغلي وو او غوښتل یې چې د نوموړې کور ته دننه شي.

د دغه ویډیو له خپرېدو وروسته او تردې دمه د تمنا او خویندو په اړه یې معلومات نشته.

خو د اغلې پریاني ملګري ادعا کوي چې هغه او خویندې ېې د طالبانو له خوا نیول شوي او تر اوسه هم د هغوی په بند کې دي.

آرشیف- په کابل کې معترضې مېرمنې
آرشیف- په کابل کې معترضې مېرمنې

تازه یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر په خپل رسمي ټویټرپاڼه کې د یوه پیغام په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې د هغه معترضو ښځو د اوسېدو ځای په تړاو معلومات ورکړي چې تازه د دوی له خوا نیول شوي دي.

یوناما په دې ټویټ کې له طالبانو غوښتي چې د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي.

د یوناما په دې ټویټ کې د تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل نومونه اخیستل شوي دي.

د دې ټویټ په یوه برخه کې لیکل شوي: "ملګري ملتونه د دوو ښځینه مدني فعالانو تمنا زریابي پریاني او پروانه ابراهیم خېل په تړاو چې د راپورونو پر بنسټ د چهارشنبې په شپه له خپلو کورونو نیول شوي دي خپله اندېښنه څرګندوي. موږ له طالبانو غواړو چې د دوی د څرنګوالي په تړاو معلومات ورکړي او د ټولو افغانانو له حقونو ساتنه وکړي."

په ورته وخت کې په کابل کې یو شمېر معترضو ښځې، مېرمنو سره د طالبانو پر چلند نیوکه کوي.

دوی د طالبانو له خوا تازه لګول شوېو بندیزونو ته په اشارې سره ادعا کوي چې طالبانو دغه مېرمنې له ښځینه پولیسو پرته نیولي او بیولي یې دي.

دوی وايي، دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل ټینګار کوي چې ښځې دې له شرعي محرم پرته له کوره بهر نه شي.

کابل کې دوه تنه معترضې مېرمنې، دلارام نېکزاد او وحیدې امیري ازادي راډیو ته وویل: "له بده مرغه طالبان چې تل په شریعت او شرعي محرم ټینګار کوي، نو په داسې حال کې چې تاسو طالبانو ته دومره شرعي محرم مهم دی، نو څنګه کولی شئ په نیمه شپه د ښځو پر کورونو یرغل وکړئ او د خلکو لوڼې او مېرمنې له شرعي محرم پرته او همداراز پرته له دې چې ښځینه پولیسې درسره وي، یو نامعلوم ځای ته انتقال کړئ؟

-دا په مدني فعالانو یو ډېر اغېز لرونکی بحث دی؛ موږ د تمنا له نیولو ډېر غمجن او متاثره یو او کوم کار کولی نه شو."

خو د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت ویاند عاکف مهاجر په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د شریعت له پلوه که چېرته کومه ښځه مجرمه وي، پولیس کولی شي هغه ونیسي."

له دې سره هم د طالبانو حکومت وایي، دغه معترضې ښځې د دوی له خوا نه دي نیول شوي او ادعا کوي چې دا تورونه بهرنیو هېوادونو ته د تګ لپاره د معترضو ښځو یوه وسیله ده.

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ دغه ادعاوې ردوو، هغوی نه نیول شوي او نه یې پر وړاندې کوم عملیات شوی. هغوی دغه کار د دې لپاره کړی چې بهرنیو هېوادونو ته لاړې شي او ځان ته کېس جوړ کړي. دغه موضوع مجاهدینو پورې هېڅ تړاو نه لري."

د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي
د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي

ویل کېږي چې تمنا زریابي پریاني، د هغې درې خویندې او ورسره پروانه ابراهیم خېل د چهارشنبې په شپه نیول شوي او اوس هم د طالبانو په قید کې دي.

له دې سره هم مهاله داسې ادعاوې هم مطرح شوي چې په هماغه شپه یو شمېر نورې معترصې ښځې هم تعقیب شوې وې، خو دغو ښځو خپل د اوسېدو ځای بدل کړی او طالبان د هغوی په نیولو نه دي بریالي شوي.

تازه د تمنا زریابي پریاني او د هغو د درې خویندو د خوشې کېدو لپاره په فیسبوک کې د لاسلیک ټولولو کمپاین هم پیل شوی دی.

XS
SM
MD
LG