د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

غزني کې ښځو ته د طالبانو سپارښتنې د مېشتو مېرمنو له غبرګونونو سره مخ شوي


غزني کې یو شمېر مېرمنې
غزني کې یو شمېر مېرمنې

'ښځې په کور کې د کیناستو په ارزښت پوهول، پرته له اړتیا یې له کوره بهر وتل او د اروپايي نړۍ په څېر ژوند ورته بد معرفي کول.' دا هغه سپارښتنې دي چې څو ورځې وړاندې د غزني ولایت مقام له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې شوي دي.

دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ښځې دې پرته له اړتیا له کوره له وتلو څخه ډډه وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، اسلامي فرهنګ ته د کورنۍ او ټولنې ښې روزنې او هڅونې لا وده ورکول د اسلامي علماوو، واعظینو او د اسلامي فکر مبارزینو له اساسي دندو څخه ده چې دې کار کې ښه مرسته کولی شي.

په خبرپاڼه کې له رسنیو هم غوښتنه شوې ده چې دې برخه کې خپلې خپرونې جوړې کړي او ښځو ته له کوره د نه وتلو پوهاوی ورکړي.

دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ښځې دې پرته له اړتیا له کوره له وتلو څخه ډډه وکړي.
دغه خبرپاڼه کې راغلي چې ښځې دې پرته له اړتیا له کوره له وتلو څخه ډډه وکړي.

غزني کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست حبیب الله مجاهد وايي، دغه خبرپاڼه کې له خلکو څخه صمیمانه غوښتنه شوې او دغه کار باید عملي کړي.

که څه هم اوسني وخت کې د طالبانو په حکومت زیاتې نیوکې کېږي چې ځینو ځایونو کې افغان کلتور او دودونو ته سپکاوی کوي، خو ښاغلی مجاهد زیاتوي: "موږ باید خپل افغاني کلتور او دودونو ته کار وکړو. دا د دې لپاره نه ده چې ښځو ته څوک په لار کې ودرېږي چې ولې له کوره راوتلې یې او چېرته ځې، خو یوازې او یوازې دا یوه نېکه لارښوونه باید خپلو خویندو ته وشي، موږ افغانان ښه کلتور لرو، هغه کوم غربي کلتور چې په دا تېرو شلو کالو کې دلته راغلی، بالکل د منلو وړ نه دی، کوم چې زموږ د افغانانو کلتور دی، هغه باید عملي شي."

بل لورته بیا په غزني کې یو شمېر مېرمنې له دغه خبرپاڼې سره غبرګون ښيي او وايي، دلته هېڅ ښځه پرته له اړتیا له کوره بهر نه وځي.

دوی وايي، ډېری ښځې دفترونو، پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو ځایونو ته په خپلو کارونو او دندو پسې ځي نه چې په ښار کې چکرونه وهي.

د غزني ښار اړوند سلطان محمود ښارګوټي اوسیدونکې زرغونه چې خواله رسنیو کې یې د غزني ولایت له مقامه خپره شوې خبرپاڼه لوستې ده وايي: "په افغاني ټولنه کې دا دستور دی چې ښځې پرته له اړتیا له کوره بهر نه وځي. ښار کې چې کوم کسان ژوند کوي، طبعاً هغه خلک ټول دندې لري، د بېلګې په ډول یوه نجلۍ ښوونځي ته ځي او ورور یې هم هغه وخت په دنده کې وي، نو دا نه شي کولی چې ورور له وظیفې راولي، ځکه که دا کار دوامداره وي او هغه محرم ورسره راشي، طبعاً چې د هغه وظیفې ته خنډ جوړېږي، نو زما په اند دا یو مشکل کار دی."

په غزني کې یو شمېر مېرمنې له دغه خبرپاڼې سره غبرګون ښيي
په غزني کې یو شمېر مېرمنې له دغه خبرپاڼې سره غبرګون ښيي

د دې ولایت اړوند د امیرمحمد خان کلا د سیمې اوسیدونکې نظیفه بیا په دې اند ده: "د ژمي، واورو او سړو له امله پرته له اړتیا هېڅوک له کوره بهر نه وځي. نو زما په فکر دا زموږ لپاره درسته او مناسب خبره نه ده."

د غزني ښار د درېیم پلان د سیمې اوسیدونکې ملالۍ وايي، ستونزو ته په کتو باید خپرپاڼې خپرې شي: "د غزني ښار واټونو ته ډېری ښځېنه ګدای ګرې له کورونو راوځي، ځکه کورونو کې سرپرستان نه لري، دغه ښځې خلکو ته د خیرات لاس نیسي، څو خپلو اولادونو ته یوه ګوله ډوډوۍ پیدا کړي. نو ایا له کوره د دوی وتل بې اړتیا ده؟ نه، دا بې اړتیا نه ده، ځکه چې دوی ستونزه لري، هیله دا ده چې اړتیا ته وکتل شي ستونزو ته وکتل شي او وروسته له هغې اعلامیې خپرې شي."

غزني د افغانستان له هغه ولایتونو څخه دی چې دلته په تېره یوه نیمه لسیزه کې سختې جګړې شوې دي چې د دغه جګړو د بدمرغیو له امله ډېری مېرمنې د کورونو سرپرستانې شوي چې یا هم په ځینو کارونو او یا هم خیرات ټولولو بوختې دي چې له کوره وتل یې اړین دي.

XS
SM
MD
LG