د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

بشري بحران؛ ځینې افغانان خپل ماشومان او د بدن غړي پلوري


د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي، اصلي ننګونه د مرستو وېش یا مرستو ته د اړو خلکو لاسرسی نه، بلکې د پیسو او مالي سرچینو نشتوالی دی.
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي، اصلي ننګونه د مرستو وېش یا مرستو ته د اړو خلکو لاسرسی نه، بلکې د پیسو او مالي سرچینو نشتوالی دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام یا 'WFP' مشر خبرداری ورکړی چې د افغانستان روان وضعیت ډېر کړکېچن دی.

ډیوېډ باسلي د جرمني له دوېچوېلې ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې لوږه او قحطي د شااوخوا ۲۳ میلیونه افغانانو تر کورونو چې د افغانستان د وګړو څه باندې نیمايي برخه جوړوي رسېدلې ده.

ښاغلي باسلي د نړۍ له شتمنو هېوادونو وغوښتل چې د یوه بشري بحران د مخنیوي په پار له افغانستان سره مرستې زیاتې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې که د نړۍ میلیاردران خپله د یوې ورځې ګټه د افغانستان لپاره ځانګړې کړي نو په دې هېواد کې به د بشري بحران مخه ونیول شي.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیوېډ باسلې
د خوړو د نړیوال پروګرام مشر ډیوېډ باسلې

د طالبانو حکومت مخکې له دې ډاډ ورکړی و چې د مرستندویو موسسو له عملیاتو سره هر راز همکارۍ ته چمتو دی.

د خوړو د نړیوال پروګرام مشر وايي، اصلي ننګونه د مرستو وېش یا مرستو ته د اړو خلکو لاسرسی نه، بلکې د پیسو او مالي سرچینو نشتوالی دی.

د افغانستان د روان اقتصادي بحران له کبله چې د خلکو ژوند یې له کړاوونو سره مخامخ کړی، یو شمېر کسان د خپل وجود د غړو پلورلو ته اړ شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې په هرات ولایت کې لسګونه خلکو د زیاتېدونکې بې وزلۍ له کبله د خپل بدن غړي پلورلي.

په راپور کې راغلي چې هر نارینه د خپل یو غړي د خرڅلاو په بدل کې دوه لکه او هره ښځه یونیم لک افغانۍ ترلاسه کوي.

ارشیف، په کابل کې ځینې وسله وال طالبان
ارشیف، په کابل کې ځینې وسله وال طالبان

یوې مېرمنې چې په راپور کې یې نوم نه دی یاد شوی، ویلي چې خلک په ډېر بد وضعیت کې ژوند کوي: "ستونزې شته. یو زیات شمېر ماشومان شته چې پلرونه نه لري. د افغانستان له ستونزو خو تاسو خبر یاست."

د طالبانو سرپرست حکومت چې شااوخوا پنځه نیمې میاشتې مخکې بیا واک ته ورسېد، وايي د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ځانګړي پلانونه لري.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ویډیويي پیغام کې چې پرون خپور شو وايي، د بهرنیو پانګونو د جذب او د کاري فرصتونو د رامنځ ته کولو لپاره د دوی هڅې روانې دي.

مجاهد وايي: "له اقتصادي پلوه به راتلونکی افغانستان د ډېرو ښو فرصتونو خاوند وي، موږ به ډېرې ښې پانګونې ولرو، د هېواد د اقتصادي ودې او رفاه لپاره ښه پروګرامونه ترلاس لاندې دي، لویې پروژې به پیل شي، زېرمې به استخراج شي او همدا راز د افغانستان لپاره د یوه قوي اقتصاد طرح ریزي روانه ده."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د خوړو نړیوال پروګرام وړمه ورځ (د سلواغې په شپږمه نېټه) وویل، یوازې په افغانستان کې د خوراکي موادو د برابرولو لپاره سږکال ۲،۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو ویلي چې د افغانستان په سلو کې نوي وګړي اوس مهال پر بهرنیو مرستو متکي دي.

د زمري په ۲۴مه نېټه پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان سره د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د نړیوالو مرستې بندې شوې.

ملګرو ملتونو په روان کال کې له بې وزلو افغانانو سره د مرستې لپاره د پنځه میلیارد ډالره بسپنې غوښتنه کړې.

له دې مرستو څخه ۴،۴ میلیارد ډالر په افغانستان کې دننه د اړو خلکو او ۶۰۰ میلیونه ډالر په پنځو ګاونډیو هېوادو کې له دېره افغانانو سره د مرستې لپاره غوښتل شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG