د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۲

ګارډین او سټریټس ټایمز: طالب پلاوی د خبرو لپاره ناروې ته ځي


د اوسلو ښار یوه څنډه
د اوسلو ښار یوه څنډه

ګارډین او سټریټس ټایمز ورځپاڼو په دې اړه چې د طالبانو پلاوی به د مرستو په اړه د خبرو لپاره ناروې ته لاړ شي، لیکلي:

طالب پلاوی به سبا یکشنبې په اوسلو کې د نارویژي چارواکو ترڅنګ د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره خبرې وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه وویل چې طالب پلاوی به د سې شنبې تر ورځې په اوسلو کې وي او د ناروې د متحدو هېوادونو له چارواکو سره به هم د مرستو او په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه وغږېږي.

د دې ورځپاڼې پر اساس، د ناروې د بهرنیو چارو وزارت نه دي ویلي، طالب پلاوی به د ناروې د کومو متحدو هېوادونو له چارواکو سره وویني، خو د ناروې (وي جي) ورځپاڼې لیکلي، د امریکا، بریتانیا، اروپايي اتحادیې، جرمني، فرانسې او ایټالیا استازي به له طالب پلاوي سره وویني.

ستریټس ټایمز ورځپاڼې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هوت فیلت په قول لیکلي، دوی د افغانستان د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لري ځکه چې هلته میلیونونه انسانان له سخت بشري بحران سره مخامخ دي.

ناروې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره د سلګونو میلیونه ډالرو په ارزښت مرستې کړي دي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دې لپاره چې په افغانستان کې له ملکي وګړو سره د مرستې امکان برابر شي، لازمه ده چې نړیواله ټولنه او په بېلابېلو خواوو کې افغانان له طالبانو سره خبرې وکړي.

نړیواله ټولنه له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند د نه منلو بولي او ګارډین ورځپاڼه په همدې لړ کې د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اغلې هویت فیلت په قول لیکلي چې له طالبانو به د دوی غوښتنې پوره واضح وي، په تېره بیا د نجونو د تعلیم او بشري حقونو په اړه.

دې په عین حال کې ویلي، له طالب چارواکو سره کتنه به یې د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو یا مشروعیت ورکولو په معنی نه وي.

  • کانبیرا ټایمز

د اسټرالیا کانبیرا ټایمز ورځپاڼې بیا لیکلي چې د اسټرالیا حکومت باید په افغانستان کې د اسټرالیا د حضور ټول لګښت څرګند کړي او نور افغانان چې د جګړې له کبله بې ځایه شوي، ومني.

ورځپاڼې دا غوښتنه له دې سره په یو وخت وکړه چې د جمعې په ورځ د اسټرالیا د پارلمان یوې کمېټې په افغانستان کې د اسټرالیا د حضور په اړه د خپلې څېړنې راپور خپور کړ.

دې کمېټې چې د دواړو ګوندونو له استازو جوړه ده، په خپل ۲۷۲ مخیز راپور کې ویلي چې د افغانستان د ماموریت په اړه پراخې بیاکتنې ته اړتیا ده.

کمېټې دا هم ویلي چې د اسټرالیا حکومت باید په افغانستان کې د خپل حضور ټول لګښت خپور کړي.

خو کانبیرا ټایمز وايي، پکار ده چې له افغانستانه د ۲۰۲۱ په اګسټ کې د تخلیې په اړه هم په خپلواک ډول ارزونه وشي.

په افغانستان کې د دوو لسیزو په ماموریت کې ۴۱ اسټرالیايي پوځیان وژل شوي دي.

اسټرالیا یو له لومړنیو هېوادونو څخه و چې محارب ځواکونه یې له افغانستانه وایستل. د دغه هیواد اکثره پوځیان په اروزګان ولایت کې مېشت وو.

XS
SM
MD
LG