د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

'طالب جنګیالیو' سره د نکاح وېره؛ ځینې افغان نجونې د اجباري ودونو قرباني شوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

یو شمېر مېرمنې وايي، پر افغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د دوی کورنیو د طالبانو د وېرې له امله له خوښې پرته خاوند ته ورکړې او یا هم دوی د فشار له کبله کوژدو ته غاړه ايښې ده.

دوی چې خپل ځانونه د طالبانو د حاکمیت قرباني بولي وايي، دا فشار یې د کورنیو له خوا د دې لپاره و چې وسله وال طالبان یې لورانې په زوره خپلو جنګیالیو ته واده نه کړي.

د دوی په خبره، وضعیت ته په کتلو یې چوپتیا غوره کړې ده.

یوې ۲۲کلنې نجلۍ چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، د زده کړو او هم د راتلونکي لپاره د ښه ژوند هیلې یې درلودې، خو د طالبانو په لاس د افغانستان سقوط سره یې دا هیلې له خاورو سره خاورې شوې.

نوموړې زیاتوي، بلخ پوهنتون کې یې زده کړې کولې او غوښتل یې قاضۍ شي او یا هم د ښځو د حقونو فعاله.

کله چې پر ښځینه زده کوونکو د زده کړو محودیتونه وضع شول، یونجلۍ په خپل کې زده کړې کوي.
کله چې پر ښځینه زده کوونکو د زده کړو محودیتونه وضع شول، یونجلۍ په خپل کې زده کړې کوي.

د دې په خبره، کله چې افغانستان د طالبانو لاسته ولوېد او دغه هېواد کې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، د دې لپاره چې خوندي پاتې شي خپل پلرني ولایت کندز ته ولاړه.

دا نجلۍ ادعا کوي او وايي، دا چې طالبان په دې ورځو کې نجونې خپلو جنګالیو ته په زور نکاح کوي او دا د دې خبرې شاهده ده، پلار يې له همدې وېرې اړ شو چې دا او خور یې له رضایت پرته کوژده کړي.

د دې خویندو له ودونو دوه میاشتې تېرېږي، له خپلو ودونو راضي نه دي او وايي، وضعیت اړ کړي چې چوپتیا غوره کړي.

له دغو دوو نجونو یوې يې له ازادي راډیو سره په خبرو کې ځان د طالبانو د حاکمیت قرباني وګاڼه: "هغه وضعیت او حالت چې ما دلته په خپلو سترګو ولیده دا و چې طالبانو د خلکو لورګانې په زور خپلو جنګیالیو ته واده کولې او زیات شواهد مو هم ولیدل، نو له همدې کبله مې پلار له دې وېرې چې ۵ خویندې یو، دوه يې زموږ له رضایت پرته دوو هلکانو ته په نکاح کړې. له واده مو دوه کاله تېرېږي موږ رضایت نه لرو، سنتي ټولنه کې یو، له همدې امله مو چوپتیا غوره کړې ده."

د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو پر وړاندې د یو شمېر وسله والو طالبانو غبرګون
د یو شمېر اعتراض کوونکو ښځو پر وړاندې د یو شمېر وسله والو طالبانو غبرګون

دغې موضوع د افغانستان ځینو نورو ولایتونو ته هم رېښې کړي دي، ځینې نجونې وايي، دا شان جبري ودونو ته یې غاړه ایښې ده او ځینې نورې بیا وايي، که څه هم د خپلو کورنیو د پرېکړې پر وړاندې درېدلي، خو اوس هم دا وېره لري چې د طالبانو جنګیالیو ته په نکاح نه شي.

له دې ډلې یوه نجلۍ چې په کابل کې ژوند کوي او نه غواړي د دودیزې ټولنې او امنیتي ستونزو له امله یې خپل او د خور نوم په راپور کې واخېستل شي ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې طالبانو ته له نږدې کس سره د خپلې خور د اجباري نکاح یادونه کړې ده.

د پلازمېنې د دې اوسېدونکې په پیغام کې راغلي، وروسته له هغې چې طالبان پر افغانستان واکمن شول، کورنۍ يې له طالبانو وېره درلوده او د دې خور یې له رضات پرته یو کس ته په نکاح کړه، خو طالبان وايي، مشر يې امر کړی چې نجونې باید د دوی له رضایت پرته کوژده نه شي.

په هرات کې یو شمېر ښځو د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهره کړې.
په هرات کې یو شمېر ښځو د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهره کړې.

د هېواد په بله څنډه هرات ولایت کې یوې نجلۍ چې د ژورنالېزم په برخه کې یې زده کړي کړي، د جمهوریت پر مهال یې د خپلې رشتې مطابق ۴کاله دنده هم ترسره کړې ده.

دا وايي، د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته د دې پر وړاندې د کورنۍ چلند په بشپړ ډول بدل شوی دی او ټوله ازادي يې ترې اخیستې ده.

دا چې خپل نوم خاطره ښيي وايي، اوس ان اجازه نه لري، چې له خپل کوره هم بهر شي.

نوموړې ادعا کوي، په دې بریالۍ شوې چې طالب جنګیالي ته د خپلې نکاح پر وړاندې ودرېږي.

خاطره دا هم وايي، نېږدې خپلوان یې دا د خپل زوی لپاره غواړي او کورنۍ یې هم له دې ویرې چې طالبان یې ځانته په نکاح نه کړي هیله لري چې دا دې رشتې ته هو ووايي، خو په خبره یې تر اوسه د خپلې کورنۍ د دې پرېکړې پر وړاندې درېدلې ده.

د خاطرې په خبره، پلارته یې وروستۍ خبره دا وه، که یې دې کار ته اړه کړه، ځان وژنه به وکړي او پلار یې ورته وخت ورکړی دی چې په دې اړه فکر وکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "هغه زما هم سطحه او هم فکر نه و؛ ما نه شو کولی چې د یو رژیم د بدلون له امله خپل ژوند تباه کړم؛ که څه هم چې خپله اوس وېره او اندېښنه لرمه چې زما راتلونکی به څنګه شي؛ د کاري، تحصیلي او تفریحي راتلونکي ترڅنګ د واده په اړه هم اندېښنه لرم یعنې د طالبانو شتون تردې حده موږ وېرولي یو."

خو طالبان بیا دغه ادعا بې بڼسټه بولي.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، د نجونو جبري ودوول، د دوی د مشر ملا هبت الله اخندزاده د حکم خلاف کار دی.

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد
د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد

مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "دا فرمان هم دی او په افغاني ټولنه کې دا هم ممکنه نه ده چې څوک دې خپله لور په زوره چاته ورکړي او موږ هېڅکله دا کار نه کوو او چاته اجازه هم نه ورکوو، دا پروپاګند هغه وخت کېده چې موږ ټول افغانستان نه و نیولی."

په ورته وخت کې د بشر حقونو فعاله زرقا یفتلي په دې وروستیو کې اجباري ودونه تاییدوي او ادعا کوي چې خپله د داسې پېښو شاهده پاتې شوې ده.

د بشر حقونو دغه فعاله د خوندیتوب نشتون، له طالبانو سره د نکاح وېره او بې وزلي هغه لاملونه یادوي چې کورنۍ جبري ودونو ته اړ باسي.

مېرمن یفتلي ازادي راډیو ته وویل: "د کورنیو اندېښنه دا ده، چې طالبان یې لوڼې او یا هم خویندې په زور په نکاح نه کړي چې ډېرو مواردو کې بیا دغه چاره د نجونو د ځان وژنې لامل کېږي."

د بشر حقونو فعاله زرقا یفتلي
د بشر حقونو فعاله زرقا یفتلي

مېرمن یفتلي وايي، دا وېره خلک پر افغانستان د طالبانو لومړي پړاو واکمنۍ ته ستنوي. د دې په خبره هغه مهال طالبانو نجونې په زور خپلو جنګیالیو ته نکاح کولې.

که څه هم د ښاغلي مجاهد په خبره، ملا هبت الله اخندازه لارښوونه کړې چې هېڅ نجلۍ باید په زور او له رضایت پرته واده نه شي، خو بیا هم ځینې خلک د دې فرمان عملي کېدو ته د شک په سترګه ګوري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG