د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

د بشر حقونو کمېسیون: نا انډولي له ښځو سره د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل دی


د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو خبر ورکوي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په ټولنه او کورنیو کې د واک نه انډول د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل ګرځېدلی.

د دغه کمېسیون کمېشنرې ثریا صبحرنګ د یکشنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي د مخینوي د کمپاین د پای په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، ۹۰ سلنه تاوتریخوالی له ښځو سره د هغوی د مېړونو له خوا کېږي.

نوموړې له حکومته وغوښتل چې د تاوتریخوالي د راکمېدو په خاطر نکاح نامې رسمي او اجباري کړي.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون کمېشنره ثریا صبحرنګ

اغلې صبحرنګ زیاته کړه:

"له بده مرغه له ټولو فعالیتونو سره سره، بیا هم د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی چې علت یې په ټولنه او کورنیو کې د واک نا انډوالي ده. "

که څه هم تراوسه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخولي کلنی راپور نه دی خپور شوی، خو له دې وړاندې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون ویلي وو، د روان کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له دوی سره د تاوتریخوالي ۳۷۷۸ قضیې ثبت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري له عدليي او قضايي ارګانونو وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په جدي ډول وڅېړي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي چې په روان کال کې یې له ښځو سره د تاوتریخوالي ۱۷ سوه قضیې څېړلي چې یوازې۷۵۰ یې په کابل کې پېښې شوې وې.

په تېرو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې سنګسار، د غوږنو او پزې پرېکول، جنسي تېری، په بدو کې د ښځو ورکړه، جبري او په کم عمر کې ودونه، صحرايي محکمې او په ډزو د وژنو له امله، ډېری ښځې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي.

د بشرد حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د قانون کمزوری حاکمیت، بېوزلي، له اسلامي اصولو ناخبري او بېسوادي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو عمده لاملونه دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ په سیمه ییزه حکومتوالۍ کې د ښځو د ملي مشارکت په کنفرانس کې وویل، حکومت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو ته ژمن دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما بیا د یوې اعلامیه په خپرولو سره د بشر د حقونو د ترویج او حفاظت له پرمختګه هرکلی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوریخوالي د مخینوي د کمپاین د پای غونډې ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته د رسېدنې او مشورې ورکونې په برخه کې، دوی۶۵۰۰ روغتیايي کارکوونکي روزلي دي.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان چې په همدې غونډه کې یې ګډون درلود، وویل چې ډېر ځله ښځې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي.

د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان
د اجرائیه ریاست لومړی مرستیال محمد خان

نوموړي وویل:

"له ښځو سره تاوتریخوالی یوازې د نارینه له خوا نه کېږي، بلکې د ښځو له خوا هم کېږي، نرګس نهان ته یې د باور رأیه ورنه کړه، کره معلومات لرم چې په پارلمان کې ښځو یې پر ضد کمپاین کړی و، دا یو ډول تاوتریخوالی دی چې ترسره شوی. "

یو شمېر ښځینه فعالانې له دې ډلې جمیله فیروزه ارزګانۍ وايي چې ښځې په فرهنګي، اقتصادي، امنیتي او ټولنیزو برخو کې له جدي ګواښونو سره مخ دي.

اغلې ارزګانۍ له حکومته وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو په هدف، شته قوانین باید په جدیت سره پلي او د تاوتریخوالي عاملینو ته سزا ورکړل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG