د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، د حکومتي فرمان او تر سره شویو کمپاینونو سره په عدلي او طبي مرکزونو کې د بکارت د پردې معاینه لا هم د تاوتریخوالي یوه جدي بېلګه ده.
دا وزارت وايي، د حکومت له فرمان سره-سره په لېرې پرتو سیمو کې د پیغلتوب یا بکارت پردې طبي معاینه یو عادي کار دی.
د دغې وزارت مرستیاله نبیله مصلح وايي، د دوی موندنې ښيي هغه ښځې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخ دي له دې اندېښنې ډېرې ځورېږي.
اغلي مصلح د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د هېواد د بېلابېلو سیمو ښځو ورسره د ښځو د پیاوړتیا په دوو وروستیو سمپوزیمونو کې په دې اړه جدي اندیښنې شریکې کړي دي.
نوموړې وايي:
"په ځينو لېرې پرتو سیمو کې لا هم دا معاینې کېږي، یا دا چې دوی له فرمانه نه دي خبر او یا هېڅ د قانون په قصه کې نهدي، دا خپله یو تاوتریخوالی دی او د هغو نجونو په وړاندې ډېر کېږي چې له کوره د یو خوندي ځای په لټه وځي."
نوموړي زیاتوي دا کار داسې وخت کېږي چې د ولسمشر د فرمان له مخې هېڅ بنسټ نه شي کولای له اجازې پرته یاده معاینه وکړي.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د بکارت یا پیغلتوب پردې معاینه د ټولو ملي او نړیوالو قوانینو او ژمنو خلاف عمل بولي.
د دغه کمېسیون کمېشنرې قدریه یزدانپرست ازادي راډیو ته وویل، په ښارونو کې په دې اړه جدي کار شوی، خو لاهم د جبري معاینو موارد موجود دي.
دی وايي:
"د دې اجباري معاینو د بندولو لپاره جدي هڅې کېږي، په داسې حال کې چې مسؤلین پوهېږي چې دا جنایت دی، خو بیا یې هم نمونې لیدل کېږې، ولې په کافي اندازه بندې شوي دي."
نړیوال سازمانونه وايي، دا ډول معاینې علمي نهدي او نهشي کولای یو څوک بد فعله ثابت کړي.
مخکې تر دې د افغانستان د عدلي علومو د خدمتونو مؤسسې ویلي چې د بکارت د پردې معاینات رښتینی او علمي بنسټ نهلري.
د بکارت معاینه، په خپله د جنسي ځورونې یوه بڼه ده.
دغه شان د افغانستان د بشر د حقونو د څار سازمان او د نړۍ روغتیايي سازمان هم د بکارت د پردې معاینات د بشر د حقونو ټکان ورکوونکی نقض ګڼلی و او د بندېدو غوښتنه یې کړې وه.
له دې سره د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، دوی ته پهدې اړه شکایتونه او انتقادونه نهدي رسیدلي.
د یاد وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال عبدالقدیر قدیر ازادي راډيو ته وویل، که څوک په دې اړه شواهد شریک کړي، له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي.
ښاغلی قدیر وايي:
"هرڅوک چې په روغتیايي سیسټم کې د تاوتریخوالي لامل کېږي، له قانون سره سم به مجازات شي خو په دې اړه شواهد لازمي دي."
د افغانستان د بشري د حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره قدریه یزدانپرست دغه نسايي معاینه، په خپله د جنسي ځورونې یوه بڼه بولي.
نوموړي وايي، دا ډول اکثره معاینې د زیانمنو نجونو او مېرمنو د موافقې خلاف او هم په غیرمسلکي توګه ترسره کېږي چې باید په بشپړ ډول منع وګرځول شي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ