د افغانستان د عدلي علومو د خدمتونو مؤسسه وايي، د بکارت د پردې معاینات رښتینی او علمي بنسټ نهلري.
د افغانستان د عدلي علومو د خدمتونو مؤسسه وايي، د دې خبرې د معلوملو لپاره چې ایا یوې ښځې او نارینه په خپلو کې سره جنسي اړیکې درلودې او که نه؟ د بکارت د پردې معاینات هېڅ ډول رښتینی، علمي او طبي بنسټ نهلري.
د دغې مؤسسې مسؤلینو د چهارشنبې په ورځ د «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۳» په دې اړه د خپلې نوې څېړنې د وړاندې کولو پر مهال په کابل کې وویل، په افغان ټولنه کې تر واده مخکې د نجلۍ د بکارت د پردې روغوالی یو اساسي شرط ګڼل کېږي.
خو د یادې مؤسسې مسؤل محمد اشرف بختیاري وايي، د بکارت اجباري معاینات یو غیر انساني، بېرحمانه او له سپکاوي ډک عمل دی او په کار ده چې مخنیوی یې وشي.
نوموړي زیاته کړه:
"هغه څېړنه مو چې وکړه دې نتیجې ته ورسېدو چې دا معاینات اساس نهلري، ځکهیې نهلري چې فرهنګي باورونه له علمي واقعتونو سره توپیر لري، فرهنګي باورونه داسې دي چې وینه بهېدنه پر باکرهتوب دلالت کوي او باکرهتوب د یوې ښځې پر پاکوالي او که چېرې وینه بهېدنه نهوي ښځه باکره نهده او پر ناپاکۍ یې دلالت کوي، خو څېړنې ښيي که وینه بهېدنه موجوده وي، ښځه باکره ده او که نهوي هم کوم جرمیې نهدی کړی."
ښاغلی بختیاري وايي، دا شان معاینات له رواني او فزیکي اړخه یوه ښځه یا نجلۍ خواشینې کوي.
د دغې مؤسسې مسؤلین وايي، د افغانستان په شان دودیزه ټولنه کې د بکارت د پردې شتون د یوې نجلۍ لپاره یو مهم امر دی.
د افغان نجونو لپاره د بکارت د پردې موجودیت د هغوی او د کورنیو د عزت ښکارندويي کوي او نه شتونیې ناوړه پایلې لري.
د ښاغلي بختیاري په خبره، که چېرې د بکارت د معایناتو نتیجه منفي وي یو شمېر نجونې وژل کېږي او یو شمېرو ته طلاق ورکول کېږي او که یو شمېر په کور هم ساتل کېږي د عمر تر پایه ورته په بده سترګه کتل کېږي.
د ډاکترانو د معلوماتو له مخې د بکارت پرده یوه کم وینې پرده ده او که چېرې څیرې شي ښايي ډېره وینه ورنه ولاړه نهشي.
تر دې مخکې د افغانستان د بشر د حقونو د څار سازمان، د نړۍ روغتیايي سازمان او د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم د بکارت د پردې معاینات د بشر د حقونو ټکان ورکوونکی نقض ګڼلی و او د بندېدو غوښتنهیې کړې وه.
"ولسمشر دې د یوه فرمان له مخې د بکارت پردې معاینه منعه کړي"
د بشري حقونو څار: د اخلاقي جرمونو په تور سزاوې دې غیرقانوني شي
په ورته وخت کې د ښځینه ناروغیو متخصص ډاکتر عبدالباقي وردګ په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د بکارت د پردې روغوالی د دې ښکارندویي نهکوي چې یو شخص جنسي رابطه چا سره درلوده او که نه، کله کله یوه نجلۍ په ماشومتوب کې لوېږي او د بکارت پردهیې لهمنځه ځي، معاینات دا ښيي چې پرده تخریب شوې، خو دلیلیې نهروښانه کېږي چې ولې او څرنګه؟"
د افغانستان د عدلي علومو د خدمتونو د مؤسسې مسؤلین وايي، د بکارت د پردې معاینات علمي بنسټ نهلري او د قانون له مخې د دغو معایناتو کول پر هغو نجونو چې د کورني تاوتریخوالي او یا هم اجباري ودونو له امله له کور تېښتې ته اړه کېږي سم نهدي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي د نجونو د بکارت د پردې معاینه کول د نړیوالو کنوانسیونونو خلاف کار دی.
د دغه کمېسیون یوې کمېشنرې ثریا صحبرنګ ازادي راډيو ته وویل، افغانستان په دې وروستیو کې د بکارت د پردې معاینات په جزايي کوډونو کې شامل کړي دي.
د هغې په وینا د افغانستان لويې څارنوالۍ او د عامې روغتیا وزارت هم ورته ویلي چې په دغه هېواد کې د بکارت د پردې ازمایل مردود دي.
راپور: اجمل تورمان