د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۵

لویه څارنوالي: سږ کال د تېر په نسبت د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې ډېرې وې


د افغانستان لويه څارنوالي وايي، په روان کال کې یې تر دې مهاله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۱۷۰۰ قضیې څېړلي.

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د روان کال په تېرو اتو میاشتو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲۶ قضیې څېړلي چې ۷۵۰یې يوازې په کابل ولایت پورې اړوندې دي.

د لويې څارنوالۍ د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخینوي د برخې مرستیالې سینا شنا منصور د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل، کومې قضیې چې څارنوالۍ ته سپارل شوي، د څېړلو په برخه کې لازم اقدامات شوي او د قضیو په څېړلو کې د عدالت ټینګښت ته هم پوره پام شوی دی.

اغلې منصور زیاته کړه:

"د ۱۳۹۶ کال له پیله د ۸مې میاشتې تر پایه پورې په ټول هېواد کې، د لويې څارنوالۍ له‌خوا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۷۲۶ قضیې څېړل شوي، خو سره له دې چې په دې برخه کې يو لړ ګټور ګامونه اخیستل شوي، لا هم کار ته اړتیا لیدل کېږي چې باید ورته توجه وشي."

اغلې منصور وايي، د تېر کال په پرتله په روان کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرې قضيې ثبت شوي چې لامل‌یې په دې برخه کې د عامه پوهاوي ډېروالی دی.

د دوی په خبره، په روان کال کې له څېړل شویو قضیو ۹۹۵یې د وهلو ټکولو، ۱۴۷یې د جنسي تېري، ۱۲۴ د ښکنځلو، ۱۱۵یې د ځورونې، ۶۶یې ځان وژنې ته د ښځو اړ ايستل، ۶۲يې د اجباري کار، ۱۳ د ښځو فحشا ته اړ ايستل، ۲۱ اجباري نکاح‌ګانې او ۹يې د ښځو د پېر او پلور قضیې دي.

د لويې څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، په ۱۳۹۵ میلادي کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې ۲۰۰۰ بېلابېلې قضیې څېړل شوې وې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیرې دلبر نظري ویلي، په دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې شوي، خو د نوموړې په خبره، د نا امنیو له امله عدالت ته د ښځو لاسرسی هم کم شوی دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت د شمېرنې له مخې، تېر کال‌یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۹۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال دا شمېره ۱۵۳۱ ته راښکته شوې ده.

بل‌خوا د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسيون بیا ویلي چې په روان کال کې يې تر دې مهاله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۷۷۸ پېښې ثبت کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو هم ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی باید فوراً ودرول شي.

دغه‌شان په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر او سفیر پیري مایدون په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې شمېرې ډېرې ناهیلې کوونکې دي او په وینا یې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له‌منځه وړل، د نړیوالې ټولنې لومړیتوب جوړوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو شبکه بیا د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د قضیو په څېړلو کې، د افغانستان د عدلي او قضايي ارګانونو کار د قناعت وړ نه‌بولي او په دې برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه کوي.

د دې شبکې مشره حسینه صافۍ وايي:

"موږ له عدلي او قضايي ارګانونو د عدالت غوښتنه کوو، ځکه لکه څنګه چې باید په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیې څېړل شوې وی، نه‌دي څېړل شوي او زموږ د قناعت وړ نه‌دي."

په همدې حال کې د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وویل، سره له دې ډېرو هڅو هم په دې برخه کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی او افغان مېرمنې لا هم د تاوتریخوالي ښکار دي.

ښاغلي عبدالله له اړوندو ارګانونو او مدني ټولنو وغوښتل چې په دې برخه کې خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG