د تاوتریخوالي یو شمېر قرباني شوي مېرمنې چې په امن خونو کې ژوند کوي د هغو کسانو د محاکمې غوښتنه کوي چې د ښځو پر وړاندې یې تاوتریخوالی کړی دی.
د تاوتریخوالي قرباني مېرمنې له خپل ژونده دردونکې او نا ویلې کیسې لري.
په دغه راپور کې هڅه شوې د هغو مېرمنو حال معلوم شي چې کلونه کېږي په امن خونو کې ژوند کوي.
نرګس هم یوه له هغو مېرمنو ده چې د همدغه دېوالونو ترشاه ورځې، شپې سبا کوي.
نرګس که څه هم خبرې کولې، خو خبرې او کړنې یې د یوه مسؤل له لورې څارل کېدې.
د تاوتریخوالي دغه قرباني شوې مېرمن وايي، له حکومت نه راضي نه ده ځکه په خبره یې خاوند یې چې د دې ژوند یې تریخ کړی و اوس ازاد ګرځي او هېڅ چا یې پوښتنه ونه کړه.
دا وايي:
"پر سر به یې وهلم او دا یې ویل چې موږ غواړو ته لېونۍ شې تاوتریخوالی دومره زیات و چې زه فکر کوم له رواني او فزیکي اړخه واقعاً ما ماته خوړلې، هېڅ څوک نشته چې د دې مسئلې پوښتنه وکړي، زه شااوخوا اووه کاله کېږي چې د امن په دغه کور کې ژوند کوم غوښتنه مې دا ده چې هغه خلک چې له مېرمنو سره تاوتریخوالی کوي باید د خپلو اعمالو سزا وویني."
سنګسار، د بدن د غړو پرېکېدل، جبري او د کم عمر ودونه او صحرايي محکمې هغه څه دي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له مېرمنو قربانۍ اخیستي دي.
همدا راز بیسوادي هم د ښځو پر وړاندې بل لویه ستونزه ګنل کېږي.
خو په امن کور کې داسې نه چې یوازې بېسواده مېرمنې ساتل کېږي بلکې داسې مېرمنې هم شته چې کلونه کلونه یې لوړې زده کړي، خو اوس په امن کور کې د مجبوریت ورځې او شپې سبا کوي.
مریم چې د کابل له طب پوهنځي څخه یې تر فراغت وروسته په یوه روغتون کې کار کاوه اوس په امن کور کې ژوند کوي.
دا چې ولې امن کور ته مجبوره شوې دا سې وايي:
"خاوند مې زه یې دندې ته نه پریښودلم، نفقه یې راته سمه نه راکوله، خاصه پاملرنه یې راته نه کوله عیاش انسان وه ټوله ورځ به په بدو کارونو مصروف وه او اجازه یې نه راکوله چې ان له کوره ووځم، تاوتریخوالی به یې کاوه او وهلم به یې کله چې ما مراجعه وکړه د وهلو او ډبلو نښې مې په بدن کې وې زما خاوند ازاد کرځي بله ښځه یې کړې او ځان ته یې زندګي جوړه کړې ده."
که څه هم لیدل کېږي چې په دې وروستیو کلونو کې د افغان ښځو په ژوند کې د پام وړ بدلونونو راغلي دي، خو هغه ښځې چې لا هم ورسره د وینځو په ډول چلند کېږي د خپلو حقونو په اړه په څه نه پوهېږي.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، د ښځو د حقونو په برخه کې د ښځو چارو وزارت او یاده برخه کې د اړندو بنسټونو له خوا تر اوسه د پام وړ کار نه دی شوی، دوی یو شمېر دغه بنسټونه د ښځو د حقونو په نوم د مرسته په راټولولو او د هغې په حیف او میل کولو تورونوي.
اوس دا راولاړه شوې پوشتنه باید ځواب شي چې د ښځو له حقونو نه د ملاټړ بنسټونو د افغان ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو او له منځه وړلو په برخه کې څه کړي دي؟
په ورته وخت کې د ښځو او ماشومانو د څېړنیز بنسټ مشره زرقا یفتلي هم وايي چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو یوازنی لامل د تاوتریخوالي کوونکو په وړاندې د معافیت فرهنګ او د دوی نه مجازات کول دي.
نوموړي په عدلي او قضايي بنستونو کې د فساد موجودیت او محکمې ته د تاوترخوالي کوونکو د راکاږلو په برخه کې د ارادې نه موجودیت د دولت لویه کمزورتیا بولي.
دا وايي:
"له قانون څخه معافیت د دې لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شي کله چې یو کس د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي او سزا نه ورکول کېږي نو نورو ته هم دا انګېزه پیدا کېږي چې که زه تاوتریخوالی کوم هیڅ داسې سند نشته چې پر اساس زه سزا وګورم نو دغه مسئله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي سبب کېدای شي."
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د قانون نه عملي کېدل په دغه هېواد کې د دې لامل شوی چې د ښځو پر وړاندې د تاورتریخوالي د راکمولو هڅې تر ډېره بې نتیجې پاتې شي.
د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې دوی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۰۰ پېښې ثبت کړي دي، خو په خبره یې د دوی د هڅو سره سره یې لا هم عاملین نه دي نیول شوي.
نوموړي زیاته کړه:
"د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې موږ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۲۲۰۰ پېښې ثبت کړې، خو هیله مو دا ده چې اړونده بنسټونه په دې برخه کې لازم اقدامات وکړي، څو د تاوتریخوالي په کچه کې کموالی راشي."
د پرلپسې هڅو سره ـ سره د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ویاندویان حاضر نه شول چې دوی د متوجې انتقادونو په اړه څه ووايي.
خو د ښځو په برخه کې د ولسمشر سلاکاره ګلالۍ اڅکزۍ بیا ازادي راډیو ته وویل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو په اړه یې یوه طرحه ولسمشر ته سپارلې ده.
دا وايي:
"ما د ښځو پر وړاندې د شته ستونزو او دا چې څنګه دغه ستونزې څنګه حل شي ولسمشر ته طرح وړاندې کړي او هیله لرم چې ولسمشر اړونده بنسټونو د دغه ستونزو د حل لپاره د اقداماتو په اړه ووايي."
د اغلې اڅکزۍ په خبره د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی یوازې په خبرو نه بلکې په عملي اقداماتو له منځه تلای شي.
دا چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمېدو په برخه کې تر اوسه پورې شوي اقدمات څومره اغېزمن وه او یا په دې برخه کې وړاندې کېدونکې طرحې څومره عملي شوي د ولسي جرګې غړې مریم کوفي وايي، دا مسئله د حکومت او اړونده بنسټونو ارادې پورې اړه لري.
خو د ښځو چارو وزارت د تل په څېر وايي چې دوی یوازې پالیسي جوړوي.
د دغه وزارت مرستیاله سپوږمۍ وردګ فقر، بې سوادي او له اسلامي قواعدو څخه د ځینو کورنیو کم پوهای د تاوتریخوالي عمده عوامل ګڼي او په دې برخه کې د حج او اوقافو وزارت پر همغږۍ او مرستې ټینګار کوي.
د خو د حج او اوقافو وزارت هم بیا د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نه کمېدو په اړه د ملامتۍ ګوته د ښځو وزارت ته نیسي.
د دغه وزارت سلاکار عبدالعزیز عزیزي وايي:
"که څه هم د ښځو چارو وزارت په دې برخه کې مسؤلیت هم لري خو خپل مسؤلیت او دنده یې په سمه توګه سرته نه ده رسولې، دوی دې موږ ته د عدالت د تامنېدو په برخه کې د حل لارو په اړه ووايي چې څومره له اسلامي اصولو سره برابرې دي او تر کومه یې عملي کولی شو."
د ښاغلي عزیزي په خبره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي هڅې باید یوازې تر کنفراسونو او مجلسونو پورې ځانګړې نه شي.
نوموړی د وزارتونو ترمنځ همغږي، د عدالت تامینول او د ښځو پر وړاندې د موجوده تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د جدي او اغېزمنو اقداماتو تر سره کېدل مهم بولي.
راپور: محمد حدیث پردېس