د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

سروې: د يو شمېر رسنیو خپرونې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی


د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او پراختیا موسسې د يوې سروې له مخې د يو شمېر انځوریزو، غږيزو او چاپي رسنیو خپرونې او کارکوونکي او د ټولنیزو رسنیو څخه ناسمه ګټه اخېستنه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل شوي.

انځوریزو، غږیزو او ټولنیزو رسنیو له لارې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی.

د دې موسسې رئیسې زهره سپهر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د دې سروې د پایلو د اعلان پر مهال وویل چې د رسنیو غېرې معیاري خپرونې او د کارکوونکو غېرې مسلکي چلند د دې لامل شوي چې د رسنیو له لارې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی راشي.

اغلې سپهر زیاته کړه:

"د څېړنو له مخې د رسنیو له لارې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کې زیاتوالی راغلی، په ټوله کې د دې سروې ګډون کوونکي چې څه باندې۵۳ سلنه يې مېرمنې او څه باندې ۴۳ سلنه يې نارینه دي په دې باور دي چې د يو شمېر رسنیو خپرونې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي لامل شوي."

دغه سروې د افغانستان په درېیو ولایتونو کابل، بلخ او هرات کې د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او پراختیا موسسې له‎خوا د پرموټ پروژې په مالي ملاتړ په درېیو میاشتو کې ترسره شوې.

په دې سروې کې له ۱۰۱ تنو ګډون کوونکو څخه چې له نیمايي څخه يې ډېرې مېرمنې دي په کې د رسنیو مسؤلین او کارکوونکي، دولتي مامورین او عام خلک شامل دي چې عمرونه يې د ۲۰ او ۳۰ کلونو په منځ کې دي.

دا سروې ښيي چې د نورو رسنیو په پرتله ټلویزون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په زیاتوالي کې ډېر اغېز لرلای دا شان په دوېیم قدم کې بیا ټولیزې رسنۍ راځي او په درېيم ځای کې راډیوګانې دي.

د دې سروې له مخې په يو شمېر رسنیو کې داسې سریالانونه او پروګرامونه خپرېږي چې په ټولنه کې يې تاوتریخوالي ته زمینه برابرې کړي.

دا شان د يو شمېر محلي رسنیو يو شمېر کارکوونکي هم د خپرونو پر مهال له اورېدونکو سره داسې خبرې کوي چې په ټولنه کې د تاوتریخوالي لامل شوي.

په ورته وخت کې د رسنیو څخه د ملاتړ يو شمېر بنسټونه وايي چې د رسنیو له لارې تاوتریخوالي نه بلکه د تاوتریخوالي په اړه عامه پوهاوی زیات شوی دی.

له دې ډلې د افغانستان د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ يا نی ادارې رئیس مجیب خلوتګر بیا د يادې سروې خلاف د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کموالي کې د رسنیو په مثبت رول ټینګار کوي.

مجیب خلوتګر
مجیب خلوتګر

دی وايي:

"دا دوه مسئلې باید دلته سره جلا کړو چې يو يې د تاوتریخوالي په اړه عامه پوهاوی دی او بل یې د تاوتریخوالي زیاتوالی دی او رسنیو تر ډېره د تاوتریخوالي په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکړی او دا باید په څرګند ډول وویل شي چې رسنیو د تاوتریخوالي په کموالي کې مثبت رول لوبولی دی نه په زیاتوالی کې."

ښاغلی خلوتګر وايي، د افغان ماشومانو او ښځو د ملاتړ او پراختیا موسسې له‎خوا چې له دې موضوع څخه کومه ناسمه اخېستنه شوې باید اصلاح شي ځکه د رسنیو کار د تاوتریخوالي په اړه خلکو ته عامه پوهاوی ورکول دی چې دغه چاره رسنیو په ښه توګه ترسره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG