د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

فعالې مېرمنې: د کندز په ادارو کې ښځې له جنسي ځورونو شکایت کوي


په کندز کې یو شمېر ښځې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې، له جنسي ځورونو شکایت لري

که څه هم په تېرو ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو د خوندي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي او همدارنګه په نوي اساسي قانون کې د ښځې لپاره له نارینه سره د برابرو حقونو خبره شوې، خو لاهم افغان مېرمنې له ډېرو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

په کندز کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، که څه هم په دغه ولایت کې د موجوده ناامنیو له کبله ډېرې ښځې نشي کولای چې په دولتي او غیر دولتي ارګانونو کې کار وکړي، خو بیا هم هغه یو شمېر ښځې چې کار کوي، د دغه ولایت په دولتي او غیر دولتي ادارو کې له جنسي ځورونو څخه سر ټکوي.

په کندز کې د ښځو د حقونو یوه فعاله سمېرا شریفي په دې اړه وایي:

"موږ له دولت څخه غواړو چې په دولتي او غیر دولتي ادارو کې او همدارنګه په بازار کې د ښځو پر وړاندې د جنسې ځورونو مخه ونیسې او عاملانو ته سزا ورکړي."

په ورته وخت کې په دغه ولایت کې د ښځو د حقونو یوه بله فعاله ثریا بیا وايي، د رسمې سروې له مخې زیات شمېر ښځې د کار په ځای کې له جنسې پلوه ځورول شوې دي، نو له کبله یې زیاتې مېرمنې دې ته اړ شوي، څو خپل کار پرېږدي او له شکایت کولو څخه ډډه وکړي.

ثریا وایي:

"په کندز کې هم په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د جنسې ځورونو پېښې شته، خو په دې اړه د ښځو د حقونو فعالانو، مدنې فعالانو او همدارنګه نورو بنسټونو له موږ سره په کډه کار کړي، څو خلکو ته پوهاوی ورکړو او د ښځو له جنسې ځورونو څخه لاس واخلي."

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعاله حبیبه ګلستانۍ بیا وايي چې په ځینو ادارو کې ناسم مدېریت جنسې ځورونو ته لاره هواره کړې ده.

اغلې ګلستانۍ زیاته کړه:

"د ښځو پر وړاندې د جنسې ځورونو پېښې هم په دولتي ادارو کې شته او هم په غیر دولتي ادارو کې، ځکه په کار ځايونو کې کاري خوندېتوب موجود نه دی او د ښځو لپاره ځانکړې شعبې هم نشته دي."

بل خوا په کندز کې د ښځو چارو ریاست مشره نصیبه هولکر بیا وايي چې تر اوسه پورې په دې اړه دوی ته کوم رسمې شکایت نه دی رسېدلی چې دوی به یې پر وړاندې اقدام نه وي کړی، خو دا مني چې په تېرو وروستیو کلونو کې د دغه ولایت په دولتي ادارو کې د ښځو حضور ډېر کم شوی دی.

په کندز کې د ښځو چارو ریاست مشره نصیبه هولکر
په کندز کې د ښځو چارو ریاست مشره نصیبه هولکر

اغلې هولکر وایي:

"په خواشینۍ سره باید ووایم چې د نارېنه په پرتله په کندز کې په دولتي ادارو کې د ښځینه حضور ډېر کم دی، حال دا چې په دولتي ادارو کې د ښځو حضور هم ډېر اړين دی، خو بیا هم موږ وتوانېدلو چې په وروستیو دوه کلونو کې د دې ولایت په یو شمېر دولتي ادارو کې ۳۸ تنه مېرمنو ته د کار کولو زمېنه برابره کړو."

خو له دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې یو شمېر فعالو مېرمنو د کندز ښار د دوه ځلې سقوط له کبله، له دغه ولایت څخه کوچېدلي او د هېواد نورو ولایتونو او یا هم خارجي هېوادونو ته تللي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG