د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

اکرامي: ناامنیو په سرپل کې د ښځو پر وضعیت د څار مخه ډب کړې


په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په سرپل ولایت کې د نا امنیو له امله د ښځو حقوقي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو څانګې مشرې سعدیې اکرامي ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د نا امنۍ له امله ورځ تربلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی دې ولایت کې زیات شوی دی او د قتلونو ډېر شمېر پېښې په هغه سیمو کې رامنځته شوي چې د طالبانو تر ولکې لاندې دي.

اغلې اکرامي زیاته کړه، کومو کسانو چې په قتلونو لاس پورې کړی دی د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې اوسیېږي او دولت د مظنونو کسانو په نیولو کې پاتې راغلی دی.

هغې وویل چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د ښځو د حقونو مدافع نور بسټونه هم د نا امنۍ د زیاتوالي له امله نشي کولی چې له نږدې یاد ولایت ته د ښځو د بشري وضعیت د څار لپاره ورشي.

سعدیه اکرامي
سعدیه اکرامي

اکرامي زیاته کړه:

"د نا امنۍ له کله دې ولایت کې د ښځو په وړاندې تشدد مخ په زیاتېدو دی، او همدارنګه کوم کسان چې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو ته تېښته کوي."

هخوا بیا د سرپل د ولایتي شورا استازي هم وايي چې نا امني دې ولایت کې د دې سبب شوې ترڅو د ښځو او تنکیو نجونو پر وړاندې مختلفو سیمو کې تاوتریخوالی ډېر شي.

د سرپل د ولایتي شورا یو غړی حسین مجاهد زاده وايي، د طالبانو تر حاکمیت لاندې سیمو کې ۱۴ تر ۱۶ کلنې نجونې ۶۰ او یا هم ۷۰ کلونو سپین ږیرو ته واده کېږي.

هغه زیاته کړه چې په جبر ودونه، د ښځو وهل ټکول او د طالبانو لخوا د هغوی سحرايي محکمې دې ولایت کې موجود دي.

حسین مجاهد زاده وايي، سره له دې چې سرپل کې تاوتریخوالی ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې مخ په زیاتېدو دی، خو د نا امنۍ له امله د ښځو مدافع بنسټونه او د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم ن دي توانېدلي چې له نږدې د ښځو پر بشري وضعیت څار ترسره او په اړه یې معلومات خپاره کړي.

مجاهد زاده وویل:

"په سرپل کې د نا امنیو له کله د ښځو مدافع بنسټونه هم نشي کولی دلته فعالیت ترسره کړي او څار ولري، نا امني سبب شوې چې د تاوتریخوالي ډېرې پېښې پټې پاتې شي."

په داسې حال کې چې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او د سرپل ولایتي شورا استازي په دې ولایت کې د ښځو د حقوقي وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې په وړاندې تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی خو د سرپل د ښځو چارو ریاست نه غواړي څه ووايي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG