د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۷

سعدیه اکرامي: شمال زون کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی


په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د شدت په اړه اندېښنه ښيي او وايي چې نا امني سبب شوې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی په پېښو کې زیاتوالی راشي.

په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ښځو څانګې مشره سعدیې اکرامي د چهارشنبې په ورځ زادي راډیو ته وویل چې په شمالي ولایتونو کې د دولت ضد وسله‌والو مخالفینو د نفوذ او د نا امنۍ د ډېرېدو له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې هم زیات شوې دي.

اغلې اکرامي وايي چې یوازې یې د روان کال په دوو میاشتو کې په بلخ، جوزجان، سمنګان او سرپل ولایتونو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۹۰ پېښې ثبت کړي چې په‌کې د قتل، د وهلو او ټکولو او اجباري ودونو پېښې زیاتې شوي.

سعدیه اکرامي.
سعدیه اکرامي.

هغې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د شدت په اړه وویل:

"د نوعیت او شدت له پلوه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی رامنځته شوی دی، یادې مسئلې د بشر حقونو خپلواک کمېسیون شدیداً اندېښمن کړی دی."

په شمال زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ښځو څانګې مشره وايي چې د نا امنۍ زیاتوالی، په کورنیو کې بد اقتصادي وضعیت او په لیرو پرتو سیمو کې د ښځو د حقونو په برخه کې د عامه پوهاوي نه‌موجودیت هغه عوامل دي چې د ښځو په وړاندې یې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی رامنځته کړی دی.

یوه افغان مېرمن چې د خپل خاوند له‌خوا سوځول شوې.
یوه افغان مېرمن چې د خپل خاوند له‌خوا سوځول شوې.

سعدیه اکرامي وايي چې نا امني سبب شوې چې د بشر حقونو ډېر شمېر مدافع بنسټونه ونه‌شي کولای په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د موجوده وضعیت له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښو ته رسیدګي وکړي.

اغلې اکرامي د امنیت نشتوالی د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو د زیاتېدو اساسي عامل بولي.

دا زیاتوي:

"په دې وروستیو کې په شمال زون کې نا امنۍ زیاتې شوې دي، دا مسئله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ډېرېدو او په هغو کې د شدت د رامنځته کېدو اساسي عامل برابروي."

په داسې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په شمال زون کې د نا امنیو د زیاتوالي او د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په رامنځته کېدو د هغو د منفي اغېزو په اړه اندېښنه ښيي چې یو شمېر مدني فعالان او د بشري حقونو ملاتړ کوونکي هم په دې باور دي چې د نا امنيو زیاتوالی د قانون د نه‌حاکمیت زمینه مساعدوي او تاوتریخوالی هم زیاتوي.

په بلخ کې د بشر حقونو مدافع صمیم حسیني یې په اړه وايي:

"چېرې چې نا امني موجوده وي هلته قانون نه‌تطبیق کېږي او د قانون د معافیت زمینه مساعدېږي نو په همداسې سیمو کې خلک ډېر تاوتریخوالی ترسره کوي او اکثراً ښځې او ماشومان د دا ډول تاوتریخوالي قرباني دي."

دا په داسې حال کې ده چې د خپاره شویو راپورونو پر بنسټ په بلخ، جوزجان او سرپل ولایتونو کې نسبټ تېرو کلونو ته وضعیت نا امنه شوی او د بشر حقونو مدافع بنسټونه هم په یادو سیمو کې د خلکو د بشري حقوقو د سلب کېدو په اړه اندېښمن دي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی

XS
SM
MD
LG