د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۱

په شمال زون کې د ښځو سره د تاوتریخوالي کچه ۲۰سلنه لوړه شوې


په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، نا امني سبب شوې چې ورځ تر بلې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې په څلورو شمالي ولایتونو کې د موجوده نا امنیو له امله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی او دا مهال د یاد کمېسیون کمېشنران په نا امنو سیمو کې نه دي توانېدلي چې د ښځو په وړاندې د ترسره شویو تاوتریخوالو د پېښو کره شمېر ثبت ته ورسوي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون او په بلخ ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع څارنوالۍ مسوولان په تېرو نهو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښایي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون د ساحوي دفتر مشر سید محمد سامع وايي چې په څلورو شمالي ولایتونو کې د موجوده نا امنۍ له امله د ښځو په وړاندې د پخوا په تناسب تاوتریخوالی ۲۰ سلنه زیات شوی دی.

سامع په شمال زون کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اساسي عامل نا امني بولي او وايي چې د دولت مخالف وسلوالو تر کنټرول لاندې سیمو کې د ښځو په وړاندې ۱۰ صحرايي محکمې ترسره شوي دي.

د دې بسنټ د مسوولانو په خبره چې په تېرو نهو میاشتو کې په سرپل او جوزجان ولایت کې د ښځو په وړاندې د ګڼ شمېر نورو تاوتریخوالو ترڅنګ د هغوی په وړاندې صحرايي محکمې هم ترسره شوي دي.

سامع وايي چې د روان کال له پیل څخه تر دمه په بلخ، جوزجان، سرپل او سمنګان ولایتونو کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی څه کم ۹۰۰ پېښې ثبت کړي چې د تېر کال د نهه میاشتو په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښايي.

سامع یې په اړه وویل:

"کومې شمېرې چې مو له ځان سره ثبت کړي دي، شاوخوا ۹۰۰ پېښې دي او دا پېښې په ۴ ولایتونو کې ثبت شوي دي چې ۲۰ سلنه په کې زیاتوالی راغلی دی."

سامع زیاتوي چې د ښځو په وړاندې اکثر ترسره شوې پېښې صحرايي محکمې، ناموسي قتلونه او په جبر د نجونو ودونه دي.

په بلخ ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د منع ځانګړې څارنوالۍ مسوولان وايي چې د ښځو په وړاندې تشدد او د هغوي د ناموسي قتلونو کچه کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د یادې څارنوالۍ مشره فوزیه حمیدي وايي چې د روان کال د نهه میاشتو په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۰ پېښې ثبت کړي دي چې په کې د ناموسي قتلونو، د جنسي تجاوزاتو او په جبر د نجونو د ودونو پېښې شاملې دي:

"د ۱۳۹۴ کال له پیله تر دمه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۰ پېښې ثبت ته رسېدلي دي چې په ناموسي قتلونو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

اغلې حمیدي په دې باور ده چې د ملي یووالي د حکومت په رامنځته کېدو او د ناسم مدیریت له امله د ښځو په وړاندې هم تاوتریخوالی زیات شوی دی.

نوموړې هم نا امني د ښځو په وړاندې د تشدد د زیاتېدو اساسي لامل بولي، خو زیاتوي چې حاکم بد اقتصادي وضعیت هم د ښځو په وړاندې پر موجوده تاوتریخوالو منفي اغېزه کړه ده او له امله یې خشونت مخ په زیاتېدو دی.

حمیدې پدې باور ده:

"له لسو میاشتو راپدېخوا د خلکو پر ښځو جنسي تېرۍ کیږي، ښځې سنګساریږي، دوی له کوره تښتول کیږي خو هېڅ څوک نشته چې یادې پېښې وڅاري."

په داسې حال کې د بشر حقونو د دفاع بنسټونه نا امني د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو اساسي لامل بولي چې نسبت پخوا ته د هېواد په مختلفو برخو کې د نا امنۍ لمن مخ په پراخېدو ده او د تېر په پرتله یې افغان مېرمنې د خپلې راتلونکې په اړه لا زیاتې اندېښمنې کړي دي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG