د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

د هېواد په شمال کې د ښځو پر وړاندې تشدد زیات شوی


په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر چارواکي په دې زون کې د ښځو پر وړاندې د تشدد له زیاتېدو خبر ورکوي او په دې اړه اندېښمن دي.

په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون مسوولان وايي چې د تېر کال په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

په دې زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د ساحوي دفتر د ښځو څانګې مرستیاله خماري حیدري وايي چې د روان کال له پيله تر دمه یې د شمال په څلورو ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تشدد ۸۳۰ پېښې ثبت شوي دي.

آغلې حیدري وايي چې دا پېښې یې په جوزجان، سرپل، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د روان کال له پيل څخه تر دمه ثبت ته رسولې دي:

"د تاوتریخوالي دا پېښې له موږ سره په څلورو شمالي ولایتونو کې ثبت ته رسېدلي دي چې نسبت پخوا ته په کې څه باندې ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی."

حیدري وايي چې د تاوتریخوالي له دې شمېر ثبت شویو پېښو څخه ۱۰۶ مورده یې بلخ ولایت ته مربوط کیږي چې په دې پېښو کې ډېر ښځې د خپلو خپلوانو له خوا وهل او ټکل شوي دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون د مسوولانو په خبره چې تر ډېره نا امني؛ په کورنیو کې بد اقتصادي وضعیت؛ په ټولنه کې د سواد سطحې ټیټوالی او همدارنګه د عدلي او قضايي ارګانونو له خوا د تاوتریخوالو پېښو ته نه رسیده ګي سبب شوې چې ورځ تر بلې د ښځو پر وړاندې تشدد زیات شي.

خماري حیدري زیاتوي چې له کور څخه تېښته؛ په جبر د نجونو ودونه، صحرايي محکمې، ناموسي وژنې او وهل ټکول په شمالي ولایتونو کې د ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي له موجوده پېښې څخه دي.

باید یاده شي چې شاوخوا یوه میاشت د مخه هم په شمال زون کې د بشر حقونو د خپلواک کمیسیون چارواکو د ښځو پر وړاندې د زیاتېدونکي تشدد په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې په کاري سیمو د ښځو پر وړاندې د جنسي ځورونې شتون د دې لامل شوی چې په اداري مشارکت کې د ښځو ونډه کمرنګه شي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG