د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

مسؤلین: کندز کې د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي کچه لوړه شوې


په کندز کې د ښځو چارو ریاست وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال په دغه ولایت کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

د دغه ولایت د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د تېر کال په ۶ میاشتو کې په کندز کې، د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي ۲۸ قضیې ثبت شوي، خو بیا د روان کال په ۶ میاشتو کې ۴۶ دغه ډول پېښې له دوی سره ثبت شوې دي.

د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر
د کندز د ښځو چارو رئیسه نصیبه هولکر

اغلې هولکر زیاته کړه:

"په روان کال کې زموږ په اداره کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۴۶ پېښې ثبت شوې دي چې په دې شمېر کې ۱۱ د نامزادۍ د فسخه کولو قضیې دي او پاتې شمېر یې وهل ډبول، د میراث، د وژلو او نورې پېښې جوړوي چې موږ د تاوتریخوالي د پېښو دغه زیاتوالي اندېښمن کړي یوو."

اغلې هولکر وویل، کېدای شي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې تر دې شمېر هم زیاتې وي، ځکه خلک د ناامنیو له کبله نه‌شي کولای چې اړوندو ارګانونو ته مراجعه وکړي.

په ورته وخت کې په کندز کې د ښځو د حقونو یوه فعاله فرشته مبارز بیا وايي چې دیني عالمان باید خلکو ته د ښځو د حقونو په اړه کره معلومات او پوهاوی ورکړي، څو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه راټيټه شي.

فرشته مبارز وایي:

"که دولت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي عاملینو ته د قانون په رڼا کې سزا ورکړي او قانون پر ټولو خلکو تطبیق کړي، نو هېڅ‌څوک به هم د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي کار وانه‌خلي."

بل‌خوا ناهید اصفي د ښځو د حقونو یوه بله فعاله وايي، که څه هم په دې وروستیو کلونو کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د ختمېدو په نوم ډېرې پیسې لګول شوې دي، خو تر اوسه پورې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په کچه کې د پام وړ کموالی نه‌دی راغلی.

اغلې اصفي وویل:

"د ښځو پر وړاندې د تاوترېخوالي عمده لاملونه په ټولنه کې د بشپړ امنیت نه‌شتون، فقر، بې‌کاري، بې‌سوادي، د خلکو د پوهاوي د کچې ټیټوالی، د فرهنګي کچې ټيټوالی او په ټولنه کې موجود ناسم عنعنات ټول هغه لاملونه دي چې د ښځو پر وړاندې تاوترېخوالی زېږوي."

د ښځو د حقونو د فعالانو په وینا، باید د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ختمولو په برخه کې، قومي مشران، د جوماتونو ملا امامان، د مدني ټولنو استازي او رسنۍ په ګډه سره کار وکړي، څو د ښځو پر وړاندې په راتلونکي کې تاوترېخوالی له‌منځه ولاړ شي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG