د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

بدخشان کې د یوه سړي او ښځې پر صحرايي محاکمې د بشر د حقونو کمېسیون غبرګون


په بدخشان ولایت کې په ډزو د یو سړي او ښځې د ویشتلو موضوع، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون اندېښمن کړی دی.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روان کال کې صحرايي محاکمې زیاتې شوي او له حکومته‌یې هیله وکړه چې مخه‌يې ونیسي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي
د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي

ښاغلی صدیقي وايي:

"د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون دغه پېښه چې یو سړی او یوه ښځه صحرايي محاکمه کېږي، په کلکو ټکو غندي. موږ د دې ډول پېښو زیاتوالي اندېښمن کړي یو او له حکومته غواړو هغو کسانو ته دې اجازه نه‌ورکوي چې خلک په خپل سر په صحرايي محاکمو کې مجازات کوي."

د بدخشان ولایت سیمه‎ییزو چارواکو دا منلې چې د دوشنبې د ورځې په ماسپښین، د دغه ولایت د درایم ولسوالۍ د وامچیان په سیمه کې وسله‎والو طالبانو، یو ښځه او سړی، د نامشروع اړیکو د لرلو په تور په ډزو ووژل.

خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند په روان کال کې د صحرايي محاکمو او په دغو محاکمو کې د وژل شویو د شمېر په هکله څه نه‌وايي، خو دومره وايي چې په تېر کال کې یې د صحرايي محاکمو ۴۰ قضیې ثبت کړې دي.

دغه کمېسیون وايي، په روان کال کې د سرپل ولایت د میرزا اولنګ د خلکو د وژلو پېښه، د دې ډول جنایتونو لویه بېلګه ده.

پخوا تر دې د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د هرات او بادغیس په ولایتونو کې درې سړي او درې ښځې، د مسؤلینو په خبره، د اخلاقي فساد په جرم په ډزو وژل شوي دي.

د هرات ولایت پېښه چې د کهسان ولسوالۍ د بنیاد په سیمه کې رامنځته شوې وه، یو سړی او یوه ښځه په‎کې د سیمې د خلکو له‎خوا په ‌ډزو وژل شوي وو.

بله پېښه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه‎نو کې رامنځته شوې چې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور، له یوه ۱۸ کلن زلمي سره د تېښتې په تور وژلې ده.

دغه‌شان د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ د سنګ اتش بله پېښه وه چې د طالبانو د یو قاضي زوی، خپله شل کلنه خور، له یوه ځوان سره د تېښتې په تور په ‌ډزو وژلې وه.

سربېره پر دې سږ کال د ثور په میاشت کې د فاریاب ولایت د ګرېزیوان ولسوالۍ د تخاره په سیمه کې یو سړی، د وسله‎والو له‎خوا صحرايي محاکمه شو.

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په نظر صحرايي محاکمې له بشري حقونو څخه څرګندې سرغړونې دي چې کله-کله د وسله‎والو طالبانو او یا د غیر مسؤله وسله‎والو له‎خوا، په ناامنو او هغو سیمو کې چې د دولت له کنټروله وتلي، تر سره کېږي.

خو د بدخشان ولایت تازه پېښه، د دولت تر کنټرول لاندې سیمه کې شوې ده.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد وايي، د وامچیان سیمه د دولت په واک کې ده، خو طالبان له غرونو راښکته شوي او دغه دواړه‌یې وژلي دي.

د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد
د بدخشان والي احمد فیصل بیکزاد

بیکزاد وايي:

"طالبان ناڅاپه د یمګان له غرونو څخه دغه کلي ته راغلي، دغه وژنه‌یې کړې او بېرته تللي دي. دا کلی د حکومت په ولکه کې دی، خو څرنکه چې خلک نه‎و، طالبانو له موقع څخه ګټه اخیستې ده."

د ښځو د حقونو ځیني ملاتړي وايي، دا لومړی ځل نه‎دی چې دا شان پېښه کېږي.

د دوی په خبره حکومت نه‎دی توانېدلی چې مخه‌یې ونیسي.

د ښځو د حقونو د ملاتړو له ډلې ترنم سعیدي وايي، د قانون د حاکمیت کمزوري، د مجازاتو پر وړاندې د معافیت دود او د عدالت په پلي کولو کې د دولت ناتواني، په هېواد کې د صحرایي محاکمو د زیاتېدو لاملونه دي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG