د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

بشري حقونه: میدان وردګو کې د یوه محصل اعدام عمدي قتل دی


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په میدان ورګ ولایت کې د وسله‌والو طالبانو له لوري په عام محضر کې د یو محصل اعدام کول وغندل او هغه یې عمدي قتل وباله.

د دغه کمېسیون غړي احمد ضیا لنګري د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل هیڅ څوک حق نه لري چې له قانوني موجب پرته څوک مجازات او یا هم ووژني.

نوموړي زیاته کړه:

"هر قتل چې له هرې منبع څخه وي د قوانینو له رعایتولو پرته ترسره شي هغه په عمدي قتلونو کې راځي دا غیر قانوني قتل دي هیڅ څوک هم حق نه لري د قانون له موجب پرته د چا ژوند واخلي."

د میدان وردګو سیمه ییز چارواکي وايي، وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ د فیض الرحمان په نوم یو ځوان چې د کابل د پولیتخنیک پوهنتون د څلورم کال محصل وو په چک ولسوالۍ کې په دار وزړاوه.

په ټولنیزو رسنیو کې د پوهنتون د دی محصل د اعدام په اړه خپاره شوي عکسونه ښیي چې مخ پټي وسله‌وال په دار د خېژول شوي فیض الرحمان له جسده عکسونه اخلي او خلک یې ننداره کوي.

وسله‌والو طالبانو د روان کال د سرطان په میاشت کې په فراه ولایت کې هم د استیناف محکمې یو قاضي له تښتونې وروسته په خاک سفید ولسوالۍ کېاعدام کړی و او هم یې د اسد په میاشت کې په همدې ولایت کې د ملي اردو پنځه سرتېري اعدام کړل.

په فراه كې وسلوالو طالبانو دوه تنه عام وګړي اعدام كړل

طالب وسله والو د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو سړی اعدام کړی

په جوزجان کې وسله والو یو قومي مشر صحرايي محکمه کې وژلی

په عین حال کې د میدان وردګو د والي ویاند عبدالرحمان منګل ازادي راډیو ته وویل، د دوی معلومات ښیي چې دا ځوان د دغه ولایت لپاره د وسله‌والو طالبانو د استخباراتي مسؤل ډاکټر میروس او د هغه د ملګري مصباح د وژنې په جرم د طالبانو لخوا اعدام شوی دی.

منګل: فیض الرحمان په بشپړه توګه یو بې ګناه کس و.
منګل: فیض الرحمان په بشپړه توګه یو بې ګناه کس و.

نوموړي زیاته کړه:

"فیض الرحمان په بشپړه توګه یو بې ګناه کس و، دولت سره یې هیڅ اړیکه نه درلوده یو محصل و او زده کړې یې کولې، خو کله چې مخالفینو هغه ونیو د اعدام حکم یې ورباندې صادر کړ او د جمعې په ورځ یې د چک ولسوالۍ په سیواکه سیمه کې په عام محضر کې اعدام کړی."

که څه هم وسله‌والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل چې د پوهنتون د دې محصل د اعدام د انګېزې په اړه د دوی لخوا څېړنې پيل شوي.

د میدان وردګو ولایتي شورا له حکومته غواړي چې د عامو خلکو په تېره د زده کوونکو او محصلینو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د میدان وردګو چارواکي وايي، حکومت ژمن دی چې د عامو خلکو امنیت خوندي کړي، خو د دوی په خبره ځینې وخت صحرايي محکمې په هغو ځایونو کې کېږي چې دولتي حاکمیت پکې کمزوری او د وسله‌والو مخالفیونو فعالیتونه پکې زیات وي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG