د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

په غور کې سیمه ییز قومندانان په خپل سر قضايي فیصلې کوي


ځايي اوسېدونکي وايي، په سیمه کې محکمې نه شته نو ځکه زورواکان یوه طرف فیصله کوي.
ځايي اوسېدونکي وايي، په سیمه کې محکمې نه شته نو ځکه زورواکان یوه طرف فیصله کوي.

د غور پنځه ولسوالیو کې د قاضیانو د نه شتون په وجې سیمه ییز زورواکي او بې مسولیته ځایي قومندان د خلکو قضیې حل کوي، چې د سیمه یزه خلکو په وینا پریکړی یو طرفه او حق حقدار ته نشی رسولی.

له هغه ورسته چې د غور بیلابیلو ولسوالیو څخه ازادي راډیو ته خلکو په ټلفون د محاکمو د نه شتون او سیمه ییزه غیر مسوله قوماندانو او اربابانو د خپل سره صحرایي محکمو او پریکړو شکایت وکړ، د غور د والي ویاند عبدالحي خطیبي ومنله، چې د دغه ولایت څو ولسوالیو کې قاضیانو خپل کاري دفترونه تړلي او چارې یې د ولایت مرکز چخچران کې په مخ بیایي:

″د سترې محکمې د هدایت په اساس د غور استناف محکمې ځیني ولسوالیو څخه د غور مرکز چخچران ته خپل قاضیان رابللي دفتر او دیوان یې همدلته دی، کارونه یې مرکز کې په مخ ځي.

د دوی دغه عمل د خلکو او محلی ادارې د منلو وړ نه دی. والي خپلو قوماندانو ته امر کړی، چې بېرته خپلو ولسوالیو کې د کار شرایط ورته برابر کړي.″

غور د افغانستان له مرکزي ولایاتو څخه دی، چې تیر مهال له نسبي امن څخه برخمن یادېده، خو په دې وروستیو کې پرله پسې څو پیښو، دې پنځو ولسوالیو لکه، چار صده، دولینه، پسابند، ساغر او شهرک څخه بیلابیلو ټلفوني تماسونو کې خلکو وویل، ولسوالیو کې محکمې نشته او ځایي د جهاد مهال ځواکمن قوماندانان، یا محلي ملایان د خلکو ورځینو مشکلاتو کې د خپلې خوښې یو طرفه پریکړې کوي، چې د ستونزې د مخنیوی لپاره یې بېرته د محاکمو د کار پيلیدو غوښتنه وکړه.

صحرايي محکمې:

دوی د بیلګی په توګه د شهرک ولسوالۍ یوه محلي غیر مسوول قوماندان ملا مصطفی یاد کړ، چې روان کال کې یې د قتل او غیر مشروع اړیکو په تور یې ۲ ځلې د خپلې خوښې په صحرایي محکمه کې تورن کسان ووژل.

هیڅ ستونزه نشته سیمه یزه قوماندانو ژمنه کړې، چې قاضیان به لکه ملېمانه داسې وساتي، امنیت به یې خوندي کړي، خو زموږ د حکومت د یادې ادارې مامورین نازولي دي بیلابیلې بهانې جوړوي.

د ولایت ویاند

دې ته ورته نورې پیښې هم شته چې، د سیمې خلک په سیمه کې د حکومتي حاکمیت هیله لري.

د غور د استیناف محکمې مشر عبیدالله حنیف د هغه ولایت محلي رسنیو سره په خبرو کې د یادو پنځه ولسوالیو څخه مرکز ته د قاضیانو د وروستو خبر تایید کړ، چې لوی عوامل یې هلته نا امني وبلله او ویې ویل، خلک کولی شي، چې مرکز چخچران ته خپلې قضې د حل لپاره راوړي.

خو د غور د ولایت ویاند سیمه کې امن ډاډمن وباله او ویې ویل:

″هیڅ ستونزه نشته سیمه یزه قوماندانو ژمنه کړې، چې قاضیان به لکه ملېمانه داسې وساتي، امنیت به یې خوندي کړي، خو زموږ د حکومت د یادې ادارې مامورین نازولي دي بیلابیلې بهانې جوړوي.″

په غور کې محلي اداره د حکومت وسله واله مخالفینو یا طالبانو حضور کم رنګه بولي خو د جهاد د مهال وسلې او خپل سره قوماندانان لاهم په خپل ځواک کې پاته دي، چې ډېر ځله د لویو لارو د شوکو، خلکو څخه د عشرو، زکات په نوم پیسو ټولو پلمه باندې خلک ځوروي.

په هغه ولایت کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون یوه مامور د نوم اوغږ نه خپرولو په شرط وویل، روان کال کې ۷۳ داسې پیښی ور سره ثبت دي، چې د بې ګناه خلک په کې وژل شوي دي او تر ډيره برېده مسوول خپل سره وسله وال دي، ځکه نوده هم د عدالت د پلي کولو او خلکو ته د عدلي او قضایي خدمات رسیدل اړین وبلل.
XS
SM
MD
LG