د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۰

د دارالامان ماڼۍ په بیا رغونه کې د ښځینه انجینرانو ونډه


دارالامان ماڼۍ
دارالامان ماڼۍ

ډېری افغانې کورنۍ داسې انګیري چې انجینري د نارینه وو مسلک دی او دغه رشته د ښځو لپاره مناسبه نه ګڼي، که چېرې کومه نجلۍ وغواړي چې انجینري رشته ولولي ډېر ځله د کورنۍ لخوا اجازه نه وکوله کېږي او داسې فکر کېږي چې انجنیري دروند کار دی.

مېرمنې یې له عهدې نه شي وتلای، یا ځینې وایي د ښځو لپاره په دې برخه کې کار نشته خو یو شمېر افغان نجونې بیا له دغه ډول محدودیتونو سره سره په یاده رشته کې زده او عملا کار کوي.

اوس یوه ډله ځوانې افغان انجیرانې د دې هېواد د څو لسیزو مخکې ویجاړې شوې «دارالامان»ودانې په بیا رغونه بوختې دي دا ماڼۍ د امان الله خان پاچا په وخت کې جوړه شوې وه.

هغه مهال دوه کاله دولتي شعبات او دوایر پکې فعاله و، وروسته بیا د ډاکټر نجیب الله حکومت کې دفاع وزارت دې ماڼۍ ته انتقال شو.

خو دا ودانۍ د افغانستان د ۷۰ او ۸۰ لسیزو په جګړو کې ویجاړه شوه.

د۱۵۰ خونو لرونکې دا ودانۍ داسې ویجاړه شوه چې بیاځل د څه لپاره ونه کارول شوه.

د بشپړ پروګرام اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:12:08 0:00
مستقیم لېنک

جوړوونکې: مسعوده نیازۍ

XS
SM
MD
LG