د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۳

مسؤلین: په کندز کې ګڼ شمېر ښځې په نشه‌یي توکو روږدې شوي


په کندز کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې یو شمېر ښځې په مخدره توکو روږدې شوې دي.

په کندز کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي، له ۸ کالو راهیسې کندز د هېواد له هغو ولايتونو څخه شمېرل کېږي چې د کوکنارو د کرکېلې کچه په‌کې صفر ته راټېټه شوې، خو بیا هم په دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی.

په کندز کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې رئيس عبدالبصیر مُرشد نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل:

"په کندز کې د کوکنارو د کرکېلې کچه صفر ته راټیټه شوې، خو بیا هم موږ اندېښمن یو چې په دې ولایت کې د روږدو کسانو شمېر مخ په ډېرېدو دی او اوس‌مهال نه‌یوازې نارینه، بلکې ښځې هم په دغې پدیدې اخته شوې دي."

د ښاغلي مُرشد په خبره چې په کندز کې د روږدو کسانو شمېر ۳۰ زره تنو ته رسېږي.

په ورته ورخت کې یوه مېرمن چې له ډېرې مودې راهیسې نشه‌یي توکي استعمالوي، ازادي راډيو ته وویل:

"زه اقتصادي ستونزو او نادارۍ دې ته اړه کړم چې په مخدره توکو اخته شم، خو اوس له دولت څخه غواړم چې له ماسره مرسته وکړي، څو بېرته روغه شم."

په همدې حال کې یوه بله مېرمن بیا اقتصادي ستونزې او کورنی تاوتریخوالی په نشه‌یي موادو د ځان د روږدي کېدو لامل بولي او وایي:

"د خلکو په کورونو کې کار کوم او هره ورځ راته ۱۵۰ افغانۍ راکوي او بیا پرې مخدره مواد اخلم، مخدره مواد د بازار په هر ځای کې موندل کېږي، دولت باید له موږ سره مرسته وکړي، څو له مخدره موادو څخه نجات پیدا کړم."

بل‌خوا په کندز کې د روږدو کسانو د ۱۰۰ بستریز روغتون مشر ډاکتر عبدالقدوس میاخېل له ازادي راډیو سره د خبرو پر مهال وویل چې د دې ولایت په قلعه‌زال ولسوالۍ کې زیات شمېر ښځې پر مخدره توکو روږدې دي.

ښاغلي میاخېل زیاته کړه:

"د کندز سیمه‌ییزې ادارې همدارنګه د عامې روغتیا وزارت ته مو وړاندیز کړی، څو په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د روږدو ښځو د درملنې په خاطر یو ۲۰ بستریز روغتون جوړ کړي، څو په دغې ولسوالۍ کې روږدي ښځې له دغې پدیدې څخه خلاصون پیدا کړي."

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG