د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۶

نظري: پر وړتیاوو بې باورۍ او جنسیتي تبعیض د ښځو پرمختګ ډب کړی


د افغانستان د ښځو چارو وزیرې په سیاسي تصمیم نیونې او د دولتي بنسټونو په رهبرۍ کې د ښځو په کم رنګۍ انتقاد وکړ.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره وايي چې د ښځو په وړتیاوو بې باوري او جنسیتي تبعیض هغه ستونزې دي چې د افغان مېرمنو د پرمختګ مخه یې ډب کړې ده.

دلبر نظري دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ "د محلي حکومت په رهبرۍ کې د ښځو د رول د څېړنې" تر عنوان لاندې په یوه درې ورځني سیمینار کې وکړې او په ټینګار یې وویل چې په دې برخه کې له هڅو سره سره بیا هم د حکومت د رهبرۍ په کچه د ښځو ونډه کم رنګه ده.

اغلې نظري په دې باور ده چې د حکومت په کچه په سیاسي تصمیم نیونې کې د ښځو کم رنګه ونډه به پر حکومتوالۍ ناوړه اغېز پرېباسي.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري
د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

اغلې نظري زیاته کړه:

"د ښځو پر وړاندې زیات موانع او خنډونه شته چې په سیاسي تصمیمونو کې د ښځو پر وړانډې ناوړه اغېز کړی، له بده مرغه د ولایتونو په رهبرۍ کې د ښځو ونډه کمرنګه شوې چې مېرمنو ته د ولایتونو او ولسوالیو په کچه په واک او سیاست کې کم فرصتونه ورکول کېږي."

د غه سیمینار چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د ښځو چارو وزارت له خوا په کابل کې جوړ شوی، دوه ورځې به نور هم دوام وکړي او د ۳۴ ولایتونو د سیمه ییزو شوراګانو ښځینه استازې په کې ګډون لري.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په افغان کابینه کې د دوو ښځینه وزیرانو په ګډون، پنځه ښځې د سفیرانو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې په دندو بوختې دي.

همداشان ۶۹ څوکۍ په ملي شورا کې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

اوس مهال یوه ښځه د والي په صفت او دوه نورې د ولسوالانو په توګه دندې مخ ته وړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي چې په حکومت کې د ښځو اوسنۍ ونډه بسنه نه کوي او باید په سیاسي پرېکړو کې ورته ۲۵ فیصده ونډه ورکړل شي.

دا انتقادونه داسې مهال کېږي چې افغان ولسمشر ویلي وو چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به په حکومت کې د ښځو ونډه ۳۰ فیصده ته لوړه شي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره مني چې د ولایتونو په کچه په حکومتوالۍ کې د ښځو ونډه کمه او علت یې هم ناامني، فرهنګي ستونزې او د ظرفیتونو کموالی یادوي.

د دغې ادارې رئیس عبدالمتین بیک وايي چې په حکومتي ادارو کې د ښځو د جذب په اړه یو طرز العمل جوړ او د اداري اصلاحاتو کمېسیون ته سپارل شوی.

ښاغلي بیک وویل:

"د مثبت قدمونو او د حکومت له لورې د منظم او سېسټماتیکو پروګرامونو له مخې چې لري یې، د ښځو د استخدام په وړاندې شته موانع لږ لږ د بدلون په حال کې دي، تر ډېره د والیانو د دفترونو په بست، ولسوالیو، ښاروالیو او سیمه ییزو شوراګانو چې له سیاست سره کار لري او تر ډېره خلک دندې پرمخ وړي، له دې وروسته به د ښځو رول ورکې زیات شي."

د دغه سیمنیار ګډونوالو د افغان مېرمنو ملي شبکه هم افتتاح کړه او هدف یې د بې وزلۍ له منځه وړل او د حکومت له لورې د ښځو سره مرسته په ګوته شوې ده.

خو له دې ټولو سره بیا هم داسې انتقادونه شته چې حکومت په تېرو کلونو کې ښځو ته چندانې پام نه دی کړی.

د خوست د ښځو چارو رئیسه ملالۍ ولي دغې موضوع ته په اشارې سره له حکومته غواړي چې د ولایتونو په کچه باید په رهبرۍ کې د ښځو ونډې ته زیات پام وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG