د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

په ټولنیزو شبکو کې، د ښځو له خوا پر ښځو د تاوتریخوالي پرضد کمپاین!


په افغانستان کې د سولې او رسنیو انسټیټیوت، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړېوالې ورځې په مناسبت په ټولنیزو پاڼو کې، د «ښځو په وړاندې د ښځو تاوتریخوالي د مخنیوي» تر عنوان لاندې، کمپاین پیل کړی.

د سولې د مطالعاتو او څېړنې انسټیټيوت، رسنیو او ښې حکومتوالۍ له ادرسه، یو شمېر افغان مېرمنو په ټولنیزو پاڼو په ځانګړي ډول، فسبوک او ټوېټر کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي هڅه کوي.

د دغه انیسټیټيوټ د ښځو د کمېټې یوې غړې تهمینې ارین د جمعې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۳ مه ازادي راډيو ته وویل، کومې خبرې اترې چې دوی یې له اړوندو دولتي ادارو سره درلودلې، څرګندوي چې په ځینو قضیو کې د مېرمنو په وړاندې تاوتریخوالی د ښځو له خوا تطبیق کېږي.

اغلې ارین وايي چې دوی هڅه کوي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د ټولنیزو پاڼو او له چارواکو سره د مخامخ خبرو له لارې کمه کړي.

تهمینه ارین
تهمینه ارین

تهمینه ارین زیاتوي:

"د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی او په تېره بیا د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې تر ډېره، ښځو ته ورګرځي، موږ غواړو تاوتریخوالی وپېژنو او عواملو ته یې رسیده ګي وکړو، موږ هڅه کوو، ترڅو خلک یوځای په ګډه هڅه وکړي، څو د دا ډول تاوتریخوالي کچه راټيټه کړو."

د مېرمن ارین په وینا، تر اوسه پورې په ټولنیزو شبکو کې زرګونه کسان د ښځو په وړاندې د ښځو تاوتریخوالي د مخنیوي له یاد کمپاین سره یو ځای شوي او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د دغه کمپاین نښان د خپل فیسبوک په پروفایل کې ځای پرځای کړی دی.

زور زیاتی، په زوره ودول، په ټولینزو چارو کې برخه نه ورکول، جنسي او رواني ځورونې، په افغانستان کې د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي ترټولو ډاروونکې پېښې دي.

سره له دې چې افغان حکومت او مدني ټولنې له ډېرو کلونو راهیسې د ښځو په وړاندي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره کار کوي، خو چارواکي وايي چې په افغانستان کې اوس هم د مېرمنو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه، لوړې شمېرې موجودې دي.

تردې وړاندې یو شمېر افغان مېرمنو د «نوم مې چېرې دی» تر عنوان لاندې کمپاین پیل کړی و چې د دغه کمپاین د غړو په وینا، یاد کمپاین ښه نتیجه ورکړې ده او په وینا يې، اوس د نوموړي کمپاین پرځای د ښځو له لورې پر ښځو د تاوتریخوالي د مخنیوي کمپاین پیل کړی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د پیوستون ګوند د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیوالې ورځې په تړاو یوه اعتراضیه ناسته وکړه.

د دغه ګوند ویاندې سیلۍ غفار دغې اعتراضیه ناستې ته په وینا کې وویل:

"د افغان مېرمنو په وړاندې بې شمېره جنایات ترسره شوي، دوی بندیانې شوې، شکنجه شوې، پرې جنسي تېری شوي، پوزه او غوږونه یې پرې شوي او سل نور جرمونه او خيانتونه د هغوی په وړاندې ترسره شوي دي."

د ګوند غړي له حکومته غواړي چې د دغه تاوتریخوالي عاملین مجازات کړي.

د دوی په باور، تر هغه چې د معافیت فرهنګ په افغانستان کې له منځه لاړ نشي، په هېواد کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نه کمېږي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG