د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

عبدالله: د ښځو پروړاندې روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی


د افغانستان اجرائیه رئیس وايي، د ښځو پروړاندې روان تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی او باید په وړاندې یې جدي مبارزه وشي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس اړوندو ادارو ته سپارښتنه کوي چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کچې د راټیتولو په برخه کې، جدي مبارزه وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله چې د شنبې په ورځ د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۴ مه یې د نومبر د میاشتې د ۲۵ نېټې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړېوالې ورځې په مناسبت د یوه ۱۶ ورځني کمپاین پرانېستغونډې ته وینا کوله، وویل:

"د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي اوسنی وضعیت موږ لپاره د منلو وړ نه دی، په دې برخه کې قوانین موجود دي او باید د تطبیق لپاره ټول ژمن اوسي او عملي ګامونه واخیستل شي."

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د اروپايي ټولنې پلاوي له افغان دولته غوښتنه کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالې د له منځه وړلو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د پلاوي مشر او سفیر پیري مایدون په یوه بیان کې ویلي چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي نوې شمېرې ډېرې ناهیلې کوونکې دي او په وینا یې، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړل، د نړېوالې ټولنې لومړیتوب جوړوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري وايي، په دغه هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې کمې شوې دي، خو د نوموړې په خبره، د نا امنیو له امله عدالت ته د ښځو لاسرسی هم کم شوی دی.

د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري
د افغانستان د ښځو چارو وزیره دلبر نظري

اغلې نظري وویل:

"هغه اعمار چې په وزارت کې ثبت شوي، د تېرو کلونو په پرتله تاوتریخوالی راکم شوی، خو دا رښتیا نشی کېدلای، ځکه د امنیتي ستونزو له کبله عدالت ته د ښځو لاسری کم شوی، دغه تاوتریخوالي په بېلابېلو برخو کې دي او له ۸۹ فیصدو ډېرو ښځو په افغانستان کې په یو ډول رواني، جسمي او فزیکي تاوتریخوالي سره مخامخ شوې دي."

د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، تېر کال یې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۶۹۵ پېښې ثبت کړې وې، خو سږ کال دا شمېره ۱۵۳۱ ته راښکته شوې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون هم په دغه هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې د موجودیت خبره کوي.

د دغه کمېسیون د ۲۰۱۷ میلادي کال راپور څرګندوي چې په تېرو ۱۰ میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۷۷۸ پېښې ثبت شوې دي.

د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنرې ثریا صبرنګ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"په ځينو ولایتونو کې تاوتریخوالی کم شوی او په ځنیو کې لاهم نه دی کم شوی، علت یې دا دی چې په هغو ولایتونو کې چې تاوتریخوالی کم شوی، یو نسبي امنیت ټینګ شوی او په رأس کې یې داسې کسان دي چې قضیې ښه تعقیبوي. "

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بې ‌وزلي، له اسلامي احکامو بې ‌خبري او بې‌ سوادي په هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي اصلي لاملونه ګڼي.

له دې ټولو سره د افغانستان ولسي جرګه، د افغان ښځو شبکه او یوشمېر خلک له افغان حکومته غواړي چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره جدي ګامونه واخلي.

خو افغان حکومت تل دا خبره کړې چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د راکمولو مسئلې ته ژمن دی او په دې برخه کې هڅې کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG